د محصلانو چارو مرستيال
منصور نیازی د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د
سلینګار کلي اصلي استوګن
دی، چې خپلې لومړنۍ زدهکړې یې له لومړي څخه تر
څلورم ټولګي پورې د خپل کلي په ابتدايي ښوونځي کې ترسره کړې، وروسته یې
تر دولسم ټولګي پورې خپلې زدهکړې
د کابل ښار د دولسمې ناحیې (ارزان قیمت) په غلام محمد فرهاد عالي لېسه کې بشپړې
کړې.
ښاغلي
نيازي د کانکور ازموینې له بریالي ګډون وروسته د خوست
ولایت د شیخ زاید پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي مهندسي څانګې ته په لوړو نومرو بریالی
شو او دا زرينه دوره يې
پيل کړه، د لوړو زدهکړو له بشپړېدو وروسته یې خپل د خپل مسلکي
فعالیت پيل د کابل
ولایت په عدنان الهام ساختماني شرکت کې د یو مسلکي انجنیر په توګه وکړ.
منصور نیازی یو ژمن، هڅاند او پرمختګخوښی ځوان دی، چې
د زدهکړې او مسلکي تجربې له لارې یې د هېواد په بیارغونه کې ارزښتمنه ونډه
اخیستې ده.
زدهکړې:
لېسانس: شیخ زاید
پوهنتون، د ساختماني انجینرۍ څانګه ۲۰۱۶ – ۲۰۲۰ زېږديز
لومړنۍ زدهکړې: د کابل ښار د غلام محمد عالي لېسه ۲۰۰۳ – ۲۰۱۵ زېږديز
کاري تجربه:
۱. د فارغان مدیر، ملي د لوړو زدهکړو مؤسسه، اکتوبر ۲۰۲۲ تر اپرېل ۲۰۲۳ - کابل، افغانستان
۲. د محصلانو چارو مدير، ملي د لوړو زدهکړو
مؤسسه، جنوري ۲۰۲۳ تر جون ۲۰۲۳ - کابل، افغانستان
۳. د محصلانو چارو آمر، ملي د لوړو زدهکړو
مؤسسه، جولای ۲۰۲۳ تر نوومبر ۲۰۲۴ - کابل، افغانستان
۵. ساختماني
انجينر، عدنان الهام ساختماني شرکت - کابل،
افغانستان