shape
shape

طبي لابراتوارونه

Image

طبي لابراتوارونه

د طبي لابراتوارونو عمومي پېژندنه

د ملي پوهنتون د طبي لابراتوارونو څانګه د طبي علومو د عملي زده‌کړو او مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره په معیاري وسایلو او مجهزو لابراتوارونو سمبال علمي چاپېریال برابروي، دغه لابراتوارونه محصلانو ته د نظري زده‌کړو تر څنګ، د معایناتو، تشخیص، څېړنې او عملي تمرینونو له لارې د عملي زده‌کړو زمينه برابروي، چې هغوی خپلې علمي وړتیاوې لوړې کړي، د متخصصو استادانو تر لارښوونې لاندې ترسره کېدونکي عملي فعالیتونه د دې لامل ګرځي چې محصلان د روغتیايي خدمتونو په ډګر کې له معاصرو علمي معیارونو سره سم په مسلکي توګه وروزل شي.

د تدریس او څېړنې په بهیر کې د لابراتوارونو رول

لابراتوارونه د طبي زده‌کړو له مهمو او بنسټیزو برخو څخه ګڼل کېږي، ځکه محصلان د نظري مفاهیمو تر زده‌کړې وروسته په عملي ډول د علمي موضوعاتو د درک او تطبیق فرصت ترلاسه کوي. د لابراتوارونو له لارې محصلان د بېلابېلو معایناتو، ازموینو، نمونو تحلیل او تشخیصي کړنو عملي مهارتونه زده کوي او د راتلونکي مسلک لپاره اړینې وړتیاوې پیاوړې کوي.

پر تدریسي ارزښت سربېره، لابراتوارونه د علمي څېړنو او نوښتونو لپاره هم مناسب چاپېریال برابروي، دلته استادان او محصلان کولای شي د لابراتواري امکاناتو په مرسته خپلې څېړنیزې پروژې ترسره کړي، علمي ستونزې وڅېړي او د روغتیايي علومو په بېلابېلو برخو کې نوي موندنې وړاندې کړي، همدارنګه لابراتوارونه د څېړنیز مهارت په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

د ملي پوهنتون طبي لابراتوارونه د معیاري تجهیزاتو، عملي روزنې او څېړنیزو اسانتیاوو په مټ هڅه کوي چې محصلان د علمي او مسلکي وړتیاوو له پلوه د روغتیايي سکټور د اړتیاوو مطابق وروزي او د علمي څېړنو د ودې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کړي.

د ملي د لابراتورونو نوم‌لړ:

  • د کیمیا لابراتوار
  • د فزیک لابراتوار
  • د فزیولوژي لابراتوار
  • د بیولوژي لابراتوار
  • د پتالوژي لابراتوار
  • د اناتومي لابراتوار
  • د بیوشیمي لابراتوار
  • د سیمیولوژي لابراتوار
  • د مایکروبیولوژي لابراتوار
  • د پرازیتولوژي لابراتوار
  • د هستولوژي لابراتوار
  • د امبریولوژي لابراتوار

ترسره‌کېدونکې معاينې:

  • Hbs Ag
  • HCV ab
  • HIV Ab
  • Ict TB IgG& IgM
  • Typhoid at IgG & IgM
  • MP
  • Brucella BA
  • Brucella BM
  • Sugars
  • Cholesterol
  • Triglyceride
  • Total Bilirubin (bilirubin-Dic Bilirubin-Indirect)
  • SGPT
  • SGOT
  • Alkaline Phosphatase
  • Urea
  • Creatinine
  • Calcium
  • Uric Acid
  • Stool Exam
  • Stool Pylori
  • Urine Exam
  • Blood Group
  • Mon tax
  • VDRL
  • ASO
  • CRP
  • RAFACTOR
  • `CBC