د علمي معاونيت په اړه
د لوړو زدهکړو وزارت د معيارونو پر بنسټ، په هر پوهنتون کې علمي چارې
د يو منظم اداري جوړښت له لارې تنظيمېږي، څو د تدريس، څېړنې او علمي پراختيا بهير
په معیاري او اغېزناک ډول پر مخ ولاړ شي، په همدې چوکاټ کې، علمي معاونيت د پوهنتون له
اساسي او کليدي اداري واحدونو څخه دی چې د علمي تګلارې جوړونې او تطبیق
مشري پر غاړه لري.
علمي معاون د پوهنتون د علمي
مقام په توګه د تدريس، څېړنې او نصاب د پراختيا په برخه کې د رهبرۍ او نظارت
مسووليت لري، نوموړی د علمي پاليسيو د طرح، د درسي پروګرامونو د انسجام، او د
څېړنيزو فعاليتونو د تنظيم له لارې ډاډ ترلاسه کوي چې ټول علمي فعاليتونه د ملي او
نړيوالو معيارونو سره سم پر مخ ولاړ شي.
علمي معاونيت د تدريسي او څېړنيزو تګلارو په
جوړولو کې مخکښ رول لري، څو د استادانو تدريسي چارې معیاري شي او د پوهنځيو درسي
پروګرامونه د وخت له غوښتنو سره سم عيار پاتې شي، دا دفتر د پوهنځيو
د تدريسي پلانونو، نصابونو او علمي پروګرامونو منظمه څارنه او ارزونه کوي او د
اړتيا په صورت کې د اصلاح، تجديد يا تعديل وړانديزونه کوي.
د استادانو د تقرر، انفکاک او ترفيعاتو
بهير هم د علمي معاونيت تر مستقيم نظارت لاندې وي، دغه راز، د درسي موادو
او کتابونو د تهيې، د کتابتون د غني کولو او د محصلانو د اغېزناک علمي استفادې
لپاره لازم اقدامات ترسره کېږي، څو تدريسي بهير له نړۍوالو معيارونو سره برابر شي.
دغه دفتر د کلني علمي پلان او
څېړنيز پروګرام طرح او تطبيق په برخه کې کار کوي، د علمي شورا د غونډو په
اجنډا جوړولو او پرېکړو کې فعاله ونډه اخلي او د نصابونو د بياکتنې او انکشاف بهير
پر مخ وړي، همدارنګه، د علمي لوایحو او طرزالعملونو ارزونه کوي او د اړتيا په
صورت کې د تعديل او تجديد وړانديزونه اړوندو مراجعو ته وړاندې کوي.
په ټوله کې، علمي معاونيت د
پوهنتون د علمي هويت او کيفيت تضمينوونکې څانګه ده، د تدريس د معيار لوړول، د څېړنې
پياوړتيا، د نصاب معیاري کول او د علمي ظرفيت انکشاف هغه اساس موخې دي چې دا دفتر
يې د علمي تګلارې او منظم مديريت له لارې تعقيبوي.