د پوهندوی خالد احمد حبيب لنډه پېژندنه
پوهندوی خالد احمد حبيب د ډاکتر نظر محمد حبيب احمدزي زوی، پر کال ۱۳۶۹ لمريز د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند په مهلن کلي کې سترګې وغړولې، د خپلې روڼاندې او په علممينې کورنۍ له برکته يې له ماشومتوبه د جومات او مدرسې او ورسره جوخت يې د عصري زدهکړو لاره ونيوله، چې تر ننه يې بيا دا لاره ترک نهکړه، استاد يو عمر د علم، ادب، فرهنګ او فنونو په غېږه کې تېره کړې او کلونه کلونه يې ځان د خلق خدا او افغان بچيو پر روزلو ستړی کړی دی، دا علمي او فرهنګي نوم له خپل مسلک او ذوق سره د لمروهلې تندې او کميابه کړې خوارۍ له برکته د وطن په ګوټ ګوټ کې مشهور شو او د خپل شهرت د اوج څوکه يې لمس کړه.
استاد خالد احمد حبيب خپلې لومړنۍ زدهکړې
د ګردېز په عبدالحی ګردېزي ليسه کې پای ته ورسولې او د لسانس تر کچې زدهکړې يې
بيا د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم او اړيکو په پوهنځي کې بشپړې کړې، د علم په
سفر د دې ستړي لاروي دا سفر همدلته پای ته نه رسيږي، دا ځل د يوه لرې وطن د سفر
موزې په پښو کوي او په سرزمين هندوستان کې يې د ماسټرۍ وياړمن سند ترلاسه کړ، حبيب
د دکن وطن په کيرير پواينټ پوهنتون کې د عامه ادارې په څانګه کې له يوې بلې علمي
دورې څخه سرخرويه او سرفرازه راووت او خپله کورنۍ يې لا پسې وياړمنه کړه.
استاد د خپلې شبانه روزۍ خواريو او
رياضت له امله، ګڼې نورې لنډمهالې او اوږدمهالې زدهکړې هم کړي او د دې برخې حرص
اړ کړی چې بيا بيا د علم په پيالو سترګې سرې کړي.
پوهندوی حبيب په بېلابېلو څانګو کې له
ملي او نړۍوالو ادارو سره د کار يوولس کلنه تجربه لري، چې د پوهنځي د رياست، څانګو
آمريت او د مختلفو کمېټو غړيتوب يې وياړمنې عهدې شمېرل کېږي، ځينې يې په لاندې ډول
دي:
له ځوان غږ راډيو سره د خبريال او خبري
څانګې د مسوول په توګه.
له IWPR سازمان سره
د شنونکي او تحليلګر په توګه (2014 زېږديز)
له UNESCO سازمان سره
د رسنيو او خبريالانو د ظرفيتلوړونې د روزونکي په توګه
په بېلابېلو دورو کې، د پکتيا پوهنتون
د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ژورناليزم او اړيکو څانګې د استاد او آمر په توګه (1393
– 1404 لمريز)
د پوهنتون او پوهنځي په کچه د بېلابېلو
علمي، مالي، تخنيکي او مالي کمېټو د رهبرۍ او شوراګانو غړيتوب
د پکتيا پوهنتون د تضمين کيفيت او
اعتبارورکونې کمېټې د فعال غړي او ارزوونکي
په صفت
د ستراتيژيک پلان او نورو پلانونو د
جوړولو، نظارت، راپورورکونې او بېلابېلو برخو د هیئت په توګه
د فرهنګي، نشراتي، مدني او ټولنيزو
فعاليتونو د مخکښ او مطرح کارکوونکي په توګه.
او ګڼې نورې دندې....
پوهندوی خالد احمد حبيب د علم د
پنځوونکي په توګه تر دې دمه ګڼ شمېر چاپ او ناچاپ کتابونه او مقالې لري، چې يو
شمېر يې په لاندې ډول د يادونې وړ دي:
د ژورناليزم بنسټونه
د ټولنپوهنې بنسټونه
تحليلي ژورناليزم
له خبره تر نظره
د عامه افکارو په جوړولو کې د رسنيزو
تحليلونو اغېزې
د رسنيو ستراتيژيک مديريت
په هند کې د برېښنايي رسنيو د نړۍوالتوب
اغېز
څېړنيز ژورناليزم
په افغانستان کې د علمي ژورناليزم
لارويان
ټولنه او رسنۍ
رسنيزه ډيپلوماسي
د رسنيو مديريت
پر پورته يادو شويو چاپ او ناچاپ آثارو
سربېره پوهندوی حبيب شاوخوا لس ملي او نړۍوالې علمي - څېړنيزې مقالې هم ليکلي، چې
په کورنيو او بهرنيو ژورنالونو کې د چاپېدو وياړ لري، د دې تر څنګ په ګڼو رسنيو کې
يې ورځنۍ شننې، کالمونه او فرهنګي مقالې هم چاپ شوي دي.
د پوهندوی خالد احمد حبيب همدې علمي،
ادبي او فرهنګي مخينې او پراخې کاري تجربې ته په کتو، د ملي پوهنتون مشرتابه
وپتېيله چې پر نوموړي د دې بنسټ د رييس په توګه باور وکړي، چې د لوړو زدهکړو
وزارت د 1404/1/25 نېټې د 1516 ګڼه ليک له مخې نوموړی رسماً د دې پوهنتون د رييس
په توګه وګومارل شو.