د حقوقو ډيپارټمنټ
د حقوقو ډیپارټمنټ لنډه تاریخچه
ملي د لوړو زدهکړو مؤسسه د (۳۸۷) ګڼه رسمي جواز له مخې د ۱۳۹۱ لمريز کال د سنبلې پر ۲۱مه د "ملي" تر نامه لاندې تأسیس شوه او د یوه خصوصي تحصيلي بنسټ په توګه یې په درېیو څانګو کې خپل فعالیتونه پیل کړل. د حقوقو دیپارتمنت له پیله د ملي د لوړو زدهکړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شو او له هماغه وخته راهیسې یې نه یوازې د تخصصي بشري ځواک د روزنې له لارې خلکو او هېواد ته د خدمت رسونې وجیبه ترسره کړې، بلکې د هېواد د راتلونکي جوړوونکو استعدادونو د ودې، پیاوړتیا او ځلا لپاره یې مناسب علمي بستر هم برابر کړی دی. دغه دیپارتمنت تر اوسه خپل دیني، علمي او افغاني رسالت ادا کړی او لا هم دوام لري. د پوهې، ژمنتیا، درایت او مسلکي محصلانو روزنه د یاد دیپارتمنت کاري لومړیتوب دی، تر اوسه پورې، د قضا او څارنوالۍ دیپارتمنت له خوا له ذکورو او اناثو څخه اووه دورې فارغ شوي چې ټول د افغاني ټولنې خدمت ته وړاندې شوي دي. پر کال ۱۴۰۳ لمريز د "قضاء او څارنوالۍ دیپارتمنت" نوم په "حقوقو دیپارتمنت" واوښت. دا بدلونونه د علمي جوړښت د اصلاح او د درسي نصاب له معاصرو اړتیاوو سره د همغږۍ په موخه ترسره شوي دي.
لیدلوری
د حقوقو دیپارتمنت موخه دا ده چې په هېواد کې د لوړو زدهکړو او د حقوقي علومو د تخصص په برخه کې مخکښ علمي مقام ترلاسه کړي او د ملي کچې له تر ټولو با اعتباره حقوقي دیپارتمنتونو څخه وشمیرل شي.
ماموریت
د ملي د لوړو زدهکړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو دیپارتمنت هڅه کوي، چې د عصري تکنالوژۍ پر مټ، د علمي او تحقیقي خدمتونو د ترسره کولو، د پوهې د تولید او خپرولو او د ژمنو او متخصصو کادرونو د روزنې له لارې د ټولنې حقوقي اړتیاوې پوره کړي او په دې برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
ارزښتونه
د حقوقو دیپارتمنت ستراتیژیک اهداف