د محصلانو چارو معاونيت په اړه
د لوړو زدهکړو وزارت د مقرراتو او
معيارونو له مخې، د محصلانو اړوند چارې بايد په منظم، شفاف او ځوابويونکي ډول
تنظيم شي، په همدې موخه، د محصلانو چارو
معاونيت د پوهنتون له اساسي اداري واحدونو څخه دی چې د محصلانو د چارو رهبري او
مديريت پر غاړه لري او د تدريس بهير د علمي تقويم له مخې څاري.
د محصلانو چارو مرستيال د پوهنتون د
رهبرۍ مهم غړی دی چې د محصلانو د شموليت، ثبت، دوسيو تنظيم، شکايتونو ته رسېدنې، د
صنفونو تنظيم او د سمستر او کانکور ازموينو د بهير د تنظيم مسووليت لري، دا معاونيت غواړي هڅه کوي په دې ډاډه شي چې ټولې چارې د نافذه لوایحو، طرزالعملونو او علمي تقويم سره
سم پر مخ ولاړې شي.
دا دفتر د علمي تقويم طرح او له
منظورۍ وروسته يې تطبيق ته ژمن دی، د امتحاناتو بهير څاري، د وېشپاڼو تطبيق
کنټرولوي او د امتحاني کمېټو مشري پر غاړه لري، همدارنګه، د تصديقپاڼو، ټرانسکرېپټونو،
د نتايجو اعلان، د محصل پېژندپاڼو وېش او د محصلانو د اسنادو ساتنه او آرشيف
تنظيموي.
د محصلانو چارو معاونيت د نظم او
دسپلين، فرهنګي او امتحاني کمېټو مشري کوي، د محصلانو د شموليت، تأجيل، تبديلۍ او
اړوندو اسنادو بهير څاري او د سپورتي او فرهنګي فعاليتونو لپاره زمينه برابروي.
سربېره پر دې، د محصلانو اړوند احصايه او راپورونه ترتيبوي او د پوهنتون رهبرۍ او
علمي شورا ته يې وړاندې کوي.
په ټوله کې، د محصلانو چارو معاونيت د
محصلمحوره مديريت بنسټ دی چې د منظم پلان، رڼو اجرااتو او اغېزناک نظارت له لارې د محصلانو د حقونو خونديتوب او د علمي بهير منظم تطبيق
تضمينوي.