shape
shape

سکالرشیپونه

Image

د سکالرشېپ پالېسي

سکالرشيپ، د محصلانو په تحصيلي مزد کې د پوهنتونونو مقررې د ۲۸مې مادې له مخې وضع شوی دی، دا برخه د سکالرشېپونو اړونده چارو د تنظيم، د مستحقو محصلانو د مالي تخفيف د تثبيت او د اجرا په موخه تنظيميږي.

تفصيل:

لومړۍ ماده:

د محصلانو د هڅونې او د هغوی تر منځ سالمې سیالۍ د رامنځته کولو په پار، د هر پوهنځي ممتاز محصلان په لاندې ډول له سکالرشېپ څخه برخمن کيږي:

د پوهنځي اول نمره ۲۵٪ تخفیف

د ټولګيو اول نمره‌ګان ۱۰٪تخفیف

د ټولو پوهنځیو په سطحه عمومی اول نمره ۵۰ فیصده تخفیف.   

دويمه ماده:

هغو محصلانو چې په خپله خوښه، د هېواد له یوه خصوصي پوهنتون څخه ملي پوهنتون ته تبديلي راوړي، سکالرشېپ ورته په نظر کی نیول کیږی.

درېیمه ماده:

د دواړو اړخونو د موافقې او لاسلیک له مخې، د ادارو کارکوونکو ته سکالرشېپ په نظر کې نيول کيږي، داسې چې د تفاهم‌ شويو کارمندانو د شمېر له مخې، د اړوندو ادارو رسمي کارمندانو ته په ډله ‌ييز ډول ۱۰٪ او په انفرادي ډول ۵۰٪ سکالرشېپ په نظر کې نيول شوی.

هغه ادارې چې له ملي پوهنتون سره د تفاهم‌‌ليکونو لاسليک ته حاضر او د سکالرشېپونو د ورکړې قابل دي، په لاندې ډول دي:

ټولې وزارت‌خونې او د خصوصي او دولتي سکتور عمومي رياستونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ځوانانو معينيت

څلورمه ماده:

الف: په هغه صورت کې چې د يوې کورنۍ دوه يا تر دې ډېر غړی په ملي پوهنتون کی  زده‌کړې کوي، د تحصيلي دورې تر پايه هر غړي ته ۷ فیصده سکالرشېپ (فامیلی تخفیف) ورکول کيږي.

ب: د برحاله کارمندانو اولادونو ته ۷ فیصده تخفیف او نږدې خپلوانو ته ۵٪ سکالرشېپ په نظر کې نيول شوی، دا سکالرشېپ يوې تحصيلي دورې لپاره دی او يوازې برحاله کارمندانو ته د اجرا وړ دی.

د: له پورتنيو مواردو پرته، د تحصيلي بنسټ له بوديجې څخه سکالرشېپ د اجرا وړ نه دی.