د معالجوي طب په اړه
د معالجوې طب پوهنځي لنډه پېژندنه
ملي پوهنتون د ټولنې د بېسارې اړتیا، د طبابت په برخه کې د ظرفیت لوړولو او د خپلو شریفو ولسونو پرلهپسې غوښتنو ته په پام، د معالجوي طب پوهنځي د جوړېدو پریکړه وکړه، دا پوهنځی د اړینو قانوني پړاوونو له بشپړېدو او د معتبرو درسي نصابونو له تصویب وروسته، د کریدت سیستم پر بنسټ د لوړو زدهکړو وزارت تر لارښوونې لاندې خپلې رسمي چارې پیل کړې.
د ملي معالجوي طب پوهنځی، د پوهنتون له پیل سره هممهاله، خپل علمي او تحصیلي بهیر رسماً پیل کړ، دا پوهنځی د يو کال ستاژ په ګډون، يوولس سمستره نظري او عملي درسي بهير لري، تر څو د طب په برخه کې مسلکي او متخصص کادرونه وروزي، د لومړۍ دورې کانکور ازموینه کې ۹۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې له دې جملې ۳۴ تنه د لوړو زدهکړو مستحق وپېژندل شول او زدهکړې یې رسماً پیل کړې.
اوسمهال دا پوهنځی د ټولنیزو علومو، پارا کلینیک مضامینو، داخله، جراحۍ او عامې روغتیا څانګو تر چتر لاندې، د مسلکي استادانو او مجهزو لابراتوارونو په لرلو سره، له بېلابېلو روغتونونو سره د عملي زدهکړو د همکارۍ هوکړهلیکونه لري، همدا راز د کورنیو او غوره متخصصینو له خوا د ځانګړو سیمینارونو په مرسته، د محصلانو لپاره مناسب اکادمیک چاپېریال چمتو کړی، یو شمېر فارغان د تخصصي زدهکړو په پړاو کې په کادري روغتونونو کې بوخت دي او یو شمېر نور یې اوس په مهمو روغتيايي ادارو کې د مهمو دندو مسؤولیت پر غاړه لري، سربېره پر دې، ګڼ شمېر محصلان همدا مهال په علمي طبي مرکزونو او تدریسي روغتونونو کې خپلې ستاژي دورې ته دوام ورکوي او د فراغت په درشل کې دي.
د جوړېدو له ورځې تر ننه، دا پوهنځی د تدریس او علمي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او تل یې هڅه کړې چې د ملي معیارونو مطابق یو سالم اکادمیک چاپېریال رامنځته کړي. اوسمهال په دې پوهنځي کې ۶۸۰ محصلان تر زدهکړې لاندې دي، چې د مجربو استادانو له خوا روزل کېږي، علمي جوړښت یې درې غیر فارغوونکي دیپارتمنتونه دي.
د ملي طب معالجوي پوهنځی د وزارت له خوا منظور شوی نصاب لري چې د يو سمستر PCB او يو کال ستاژ په ګډون ۱۱ سمستره (نظري او عملي زدهکړې (درسي موده لري. محصلان د لومړیو سمسترونو پر مهال د پاراکلنیک مضامینو د عملي زدهکړو لپاره د پوهنتون له مجهزو لابراتوارونو ګټه اخلي، خو د کلینیکي مضامینو د عملي زدهکړې لپاره، د پوهنتون له خوا هغو روغتونونو ته معرفي کېږي چې له وړاندې یې ورسره هوکړهلیکونه کړي وي او هلته خپلې سکلې زدهکړې تر سره کوي.
- باکیفیته طبي زدهکړو ته ژمنتیا
- د ملي ګټو ساتنه
- نوښت او مسؤولیت مننه
- درناوی او رښتینولي
- اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا
- څېړنو او نوښت ته پاملرنه
- اخلاقي او انساني اصولو ته پابندي
- د اسلامي او ملي اصولو رعايت
- د تدریسي کیفیت لوړول او درسي نصاب غښتلی کول
- د استادانو او کارکوونکو علمي ظرفیت لوړول
- د څېړنیزو برنامو پراختیا او برېښنايي زدهکړو پیاوړتیا
- د ملي او نړۍوالو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا
- د تحصیلي، روغتیايي او ټولنیزو خدماتو پراختيا
- د اداري، مالي سیستمونو او اکادمیک بنسټونو پراختیا
د ملي پوهنتون طب معالجوي پوهنځي کې د شاملېدو شرایط دا دي:
- مراجعه کوونکی باید د دولسم ټولګي فارغ وي
- د شهادتنامې یا درې کلنو نمرو کاپي ولري
- روغتيايي وضعيت يې ښه وي
- د ملي پوهنتون په کانکور آزموينه کې ګډون وکړي
- د پوهنځي د شمولیت معیاري نمرې ترلاسه کړي
- اسلامي او ملي ارزښتونو او د پوهنتون داخلي اصولو ته درناوی ولري
تطبيقي پلان:
1. د تضمین کیفيت کمېټه
2. د نصاب کمېټه
3. د نظم او دسپلین کمېټه
4. د E – Learning کمېټه
5. د علمي ورکشاپونو او تحقیق کمېټه
6. له ستراتیژیک پلان څخه د نظارت کمېټه
7. د آزموينو کمېټه
8. د فرهنګي او ورزشي چارو کمېټه
ستراتیژیک پلان:
استراتيژیک پلان | |
| کتلاګ | |
| د دورهيي بياکتنې راپور |