shape
shape

د رييس پېژندګلوي

Image

د پوهندوی خالد احمد حبيب لنډه پېژندنه

پوهندوی خالد احمد حبيب د ډاکتر نظر محمد حبيب احمدزي زوی، پر کال ۱۳۶۹ لمريز د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند په مهلن کلي کې سترګې وغړولې، د خپلې روڼ‌اندې او په علم‌مينې کورنۍ له برکته يې له ماشوم‌توبه د جومات او مدرسې او ورسره جوخت يې د عصري زده‌کړو لاره ونيوله، چې تر ننه يې بيا دا لاره ترک نه‌کړه، استاد يو عمر د علم، ادب، فرهنګ او فنونو په غېږه کې تېره کړې او کلونه کلونه يې ځان د خلق خدا او افغان بچيو پر روزلو ستړی کړی دی، دا علمي او فرهنګي نوم له خپل مسلک او ذوق سره د لمروهلې تندې او کم‌يابه کړې‌ خوارۍ له برکته د وطن په ګوټ ګوټ کې مشهور شو او د خپل شهرت د اوج څوکه يې لمس کړه.

 

زده‌کړې

استاد خالد احمد حبيب خپلې لومړنۍ زده‌کړې د ګردېز په عبدالحی ګردېزي ليسه کې پای ته ورسولې او د لسانس تر کچې زده‌کړې يې بيا د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم او اړيکو په پوهنځي کې بشپړې کړې، د علم په سفر د دې ستړي لاروي دا سفر همدلته پای ته نه رسيږي، دا ځل د يوه لرې وطن د سفر موزې په پښو کوي او په سرزمين هندوستان کې يې د ماسټرۍ وياړمن سند ترلاسه کړ، حبيب د دکن وطن په کيرير پواينټ پوهنتون کې د عامه ادارې په څانګه کې له يوې بلې علمي دورې څخه سرخ‌رويه او سرفرازه راووت او خپله کورنۍ يې لا پسې وياړمنه کړه.

استاد د خپلې شبانه روزۍ خواريو او رياضت له امله، ګڼې نورې لنډمهالې او اوږدمهالې زده‌کړې هم کړي او د دې برخې حرص اړ کړی چې بيا بيا د علم په پيالو سترګې سرې کړي.

 

کاري مخينه

پوهندوی حبيب په بېلابېلو څانګو کې له ملي او نړۍوالو ادارو سره د کار يوولس کلنه تجربه لري، چې د پوهنځي د رياست، څانګو آمريت او د مختلفو کمېټو غړيتوب يې وياړمنې عهدې شمېرل کېږي، ځينې يې په لاندې ډول دي:

له ځوان غږ راډيو سره د خبريال او خبري څانګې د مسوول په توګه.

له IWPR سازمان سره د شنونکي او تحليلګر په توګه (2014 زېږديز)

له UNESCO سازمان سره د رسنيو او خبريالانو د ظرفيت‌لوړونې د روزونکي په توګه

په بېلابېلو دورو کې، د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ژورناليزم او اړيکو څانګې د استاد او آمر په توګه (1393 – 1404 لمريز)

د پوهنتون او پوهنځي په کچه د بېلابېلو علمي، مالي، تخنيکي او مالي کمېټو د رهبرۍ او شوراګانو غړيتوب

د پکتيا پوهنتون د تضمين کيفيت او اعتبارورکونې  کمېټې د فعال غړي او ارزوونکي په صفت

د ستراتيژيک پلان او نورو پلانونو د جوړولو، نظارت، راپورورکونې او بېلابېلو برخو د هیئت په توګه

د فرهنګي، نشراتي، مدني او ټولنيزو فعاليتونو د مخکښ او مطرح کارکوونکي په توګه.

او ګڼې نورې دندې....

 

آثار

پوهندوی خالد احمد حبيب د علم د پنځوونکي په توګه تر دې دمه ګڼ شمېر چاپ او ناچاپ کتابونه او مقالې لري، چې يو شمېر يې په لاندې ډول د يادونې وړ دي:


چاپ آثار:

د ژورناليزم بنسټونه

د ټولن‌پوهنې بنسټونه

تحليلي ژورناليزم

له خبره تر نظره

د عامه افکارو په جوړولو کې د رسنيزو تحليلونو اغېزې

د رسنيو ستراتيژيک مديريت

په هند کې د برېښنايي رسنيو د نړۍوال‌توب اغېز

 

ناچاپ آثار:

څېړنيز ژورناليزم

په افغانستان کې د علمي ژورناليزم لارويان

ټولنه او رسنۍ

رسنيزه ډيپلوماسي

د رسنيو مديريت


 

خپرې شوې مقالې:

پر پورته يادو شويو چاپ او ناچاپ آثارو سربېره پوهندوی حبيب شاوخوا لس ملي او نړۍوالې علمي - څېړنيزې مقالې هم ليکلي، چې په کورنيو او بهرنيو ژورنالونو کې د چاپېدو وياړ لري، د دې تر څنګ په ګڼو رسنيو کې يې ورځنۍ شننې، کالمونه او فرهنګي مقالې هم چاپ شوي دي.

د پوهندوی خالد احمد حبيب همدې علمي، ادبي او فرهنګي مخينې او پراخې کاري تجربې ته په کتو، د ملي پوهنتون مشرتابه وپتېيله چې پر نوموړي د دې بنسټ د رييس په توګه باور وکړي، چې د لوړو زده‌کړو وزارت د 1404/1/25 نېټې د 1516 ګڼه ليک له مخې نوموړی رسماً د دې پوهنتون د رييس په توګه وګومارل شو.