مالي او اداري مرستيال
محمد زبیر سرورزی د ننګرهار ولایت د کوزکنړ ولسوالۍ
استوګن او یو باتجربه سېول انجینر دی، نوموړي خپلې ثانوي زدهکړې
د سيدجمال الدين افغان په لېسه کې ترسره کړې او د لوړو زدهکړو سند يې د سېول انجينرۍ
په څانګه کې پر کال 2014 زېږديز له خراسان پوهنتون څخه ترلاسه کړ.
تر فراغت وروسته يې څه
موده د الفلاح او خراسان پوهنتونونو په انجينري پوهنځيو کې د تدريس وياړ ترلاسه کړ
او تر هغه راوروسته يې له يو شمېر خصوصي او دولتی ادارو سره د خپل مسلک په دايره
کې دندې مخې ته يوړې.
ښاغلی سرورزی د ساختماني مدیریت، ساحوي څارنې او
بنسټیزو پروژو د حفظ اومراقبت په برخو کې پراخه کاري تجربه لري، د هغه مسلکي سفر د هرات نړیوال هوایي ډګر
د حفظ
اومراقبت د پروژې له مشري
نیولې، تر یو شمېر باوري ساختماني شرکتونو پورې غځېدلی، او همداراز یې له UNOPS نړیوال کمپنی سره همکار پاتی شوی.
ښاغلی سرورزي د مختلفو پروژو آمر، ساحوی انجینر، حفظ او مراقبت آمر،او د یو
مسلکی استاد په حیث دندي ترسره کړي، چې پکې یې د بېلابېلوادارو، انجینري ټیمونو مشري کړې او پروژې یې له
لوړ کیفیت سره سر ته رسولې دي.
د 1404 لمريز کال د قوس
په مياشت کې يې د ملي پوهنتون د مالي او اداري مرستيال په توګه په کار پيل وکړ، چې
تر ننه له همدې درانه مسووليت سره خپل عهده مخ ته وړي او پر خدمت بوخت دی.