معالجوي طب
د
معالجوې طب پوهنځي لنډه پېژندنه
د ملي لوړو
زدهکړو مؤسسه د ټولنې د
بېسارې اړتیا، د طبابت په برخه کې د ظرفیت لوړولو او د خپلو شریفو ولسونو پرلهپسې غوښتنو ته په پام، د معالجوي
طب پوهنځي د جوړېدو پریکړه وکړه،
دا پوهنځی د اړینو قانوني پړاوونو
له بشپړېدو او د معتبرو درسي نصابونو له تصویب وروسته، د کریدت سیستم پر بنسټ د
لوړو زدهکړو وزارت تر لارښوونې لاندې خپلې رسمي چارې پیل کړې.
د ملي معالجوي طب پوهنځی، د مؤسسې له
پیل سره هممهاله، خپل علمي او تحصیلي بهیر رسماً
پیل کړ، دا پوهنځی د يو کال ستاژ په ګډون، يوولس سمستره نظري او عملي درسي بهير
لري، تر څو د طب په برخه کې مسلکي او
متخصص کادرونه وروزي، د لومړۍ دورې کانکور ازموینه کې ۹۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې له دې جملې ۳۴ تنه د لوړو زدهکړو مستحق وپېژندل شول او زدهکړې یې رسماً
پیل کړې.
اوسمهال دا پوهنځی د ټولنیزو علومو، پارا کلینیک مضامینو، داخله،
جراحۍ او عامې روغتیا څانګو تر چتر لاندې، د مسلکي استادانو او
مجهزو لابراتوارونو په لرلو سره، له بېلابېلو روغتونونو سره د عملي زدهکړو
د همکارۍ هوکړهلیکونه لري، همدا راز
د کورنیو او غوره متخصصینو له خوا د ځانګړو سیمینارونو په مرسته، د محصلانو لپاره مناسب اکادمیک چاپېریال چمتو
کړی، یو شمېر فارغان د تخصصي زدهکړو په پړاو کې په کادري روغتونونو کې بوخت دي او یو شمېر نور یې اوس په مهمو روغتيايي ادارو کې د مهمو دندو مسؤولیت پر
غاړه لري، سربېره پر دې، ګڼ شمېر محصلان همدا مهال په علمي طبي مرکزونو او
تدریسي روغتونونو کې خپلې
ستاژي دورې ته دوام ورکوي او د فراغت په درشل کې دي.
د جوړېدو له ورځې تر ننه، دا پوهنځی د تدریس او علمي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او تل یې هڅه کړې چې د ملي معیارونو مطابق یو سالم اکادمیک چاپېریال رامنځته کړي. اوسمهال په دې پوهنځي کې ۶۸۰ محصلان تر زدهکړې لاندې دي، چې د مجربو استادانو له خوا روزل کېږي، علمي جوړښت یې درې غیر فارغوونکي دیپارتمنتونه دي.
د ملي طب معالجوي پوهنځی د وزارت له
خوا منظور شوی نصاب لري چې د يو سمستر PCB
او يو کال ستاژ په ګډون ۱۱ سمستره (نظري او عملي زدهکړې (درسي موده لري. محصلان د لومړیو سمسترونو پر مهال د پاراکلنیک مضامینو د عملي زدهکړو
لپاره د مؤسسې له مجهزو لابراتوارونو ګټه اخلي، خو د کلینیکي مضامینو د عملي زدهکړې
لپاره، د مؤسسې له خوا هغو روغتونونو ته معرفي کېږي چې له وړاندې یې ورسره هوکړهلیکونه
کړي وي او هلته خپلې سکلې زدهکړې تر سره کوي.
معالجوي طب پوهنځی ژمن دی چې د اسلامي
شریعت او قانون، اخلاقو، عدالت، د اسلامي روحيې، ابتکار او انعطاف پر بنسټ، د
تدریس، څېړنو او روغتیايي خدماتو له لارې یو ملي او سیمهییز بااعتباره بنسټ واوسي.
معالجوي طب پوهنځی د ژمنو او مسلکي
استادانو په مرسته، د نويو
تدریسي میتودونو، عصري ټکنالوژۍ او علمي څېړنو له لارې، هغه کادرونه روزي چې، د اسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې،
د طبي خدماتو د وړاندې کولو وړتیا ولري.
- باکیفیته
طبي زدهکړو ته ژمنتیا
- د ملي
ګټو ساتنه
- نوښت او
مسؤولیت مننه
- درناوی
او رښتینولي
- اسلامي
او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا
- څېړنو او نوښت ته پاملرنه
- اخلاقي
او انساني اصولو ته پابندي
- د
اسلامي او ملي اصولو رعايت
- د
تدریسي کیفیت لوړول او درسي نصاب غښتلی کول
- د
استادانو او کارکوونکو علمي ظرفیت لوړول
- د
څېړنیزو برنامو پراختیا او برېښنايي
زدهکړو پیاوړتیا
- د ملي
او نړۍوالو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا
- د تحصیلي،
روغتیايي او ټولنیزو خدماتو پراختيا
- د
اداري، مالي سیستمونو او اکادمیک بنسټونو پراختیا
د ملي لوړو زدهکړو مؤسسې طب معالجوي
پوهنځي کې د شاملېدو شرایط دا دي:
- مراجعه
کوونکی باید د دولسم ټولګي فارغ وي
- د شهادتنامې
یا درې کلنو نمرو کاپي
ولري
- روغتيايي وضعيت يې ښه وي
- د ملي
لوړو زدهکړو مؤسسې په کانکور
آزموينه کې ګډون وکړي
- د
پوهنځي د شمولیت معیاري
نمرې ترلاسه کړي
- اسلامي او ملي ارزښتونو او د مؤسسې داخلي اصولو ته درناوی ولري
1. د تضمین کیفيت
کمېټه
2. د نصاب کمېټه
3. د نظم او دسپلین
کمېټه
4. د E – Learning
کمېټه
5. د علمي ورکشاپونو
او تحقیق کمېټه
6. له ستراتیژیک پلان
څخه د نظارت کمېټه
7. د آزموينو کمېټه
8. د فرهنګي او ورزشي چارو کمېټه