shape
shape

حقوق او سیاسي علوم

Image

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی

د پوهنځي لنډه تاريخچه

ملي د لوړو زده‌کړو مؤسسه د ۱۳۹۱ لمريز کال د وږي (سنبلې) پر ۲۱مه نېټه د ۳۸۷ ګڼه رسمي جواز پر بنسټ د "ملي" په نوم تأسیس شوه او د يوه خصوصي تحصيلي بنسټ په توګه يې په درېيو برخو کې خپل فعاليت پيل کړ. د يادې مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی له پيله تر اوسه د دوو ډيپارتمنتونو په چوکاټ کې علمي خدمتونه وړاندې کړي دي. ياد پوهنځی سربېره پر دې چې د متخصص بشري ځواک په روزنه کې خپل رسالت ادا کوي، بلکې د هېواد د راتلونکو نسلونو د استعدادونو د ودې، ځواکمنتیا او غوړېدو لپاره يې هم يو مناسب علمي بستر برابر کړی دی، تر څنګ يې خپل علمي، ديني او افغاني رسالت هم تر سره کړی او دا بهير لا روان دی.

د پوهنځي کاري لومړيتوب د مستعدو، وړ، ژمن او متخصصو محصلانو روزنه ده. تر دې دمه، له "قضاء او څارنوالۍ ډيپارتمنټ" څخه پنځلس دورې او له "اداره او ديپلوماسۍ ډيپارتمنټ" څخه اووه دورې د هلکانو او نجونو له ډلې فارغې شوې دي. د ۱۴۰۳ هـ ش کال راهيسې، د "اداره او ديپلوماسۍ ډيپارتمنټ" نوم "نړیوالو اړیکو" ته او د "قضاء او څارنوالۍ ډيپارتمنټ" نوم "حقوقو" ته بدل شویؤ دا بدلونونه د علمي جوړښت د ښه‌والي او د تحصيلي نصاب له معاصرو اړتیاوو سره د همغږۍ په موخه ترسره شوي دي.

اوسني ډيپارتمنتونه:

۱. د حقوقو ډيپارتمنټ
۲. د سياسي علومو او نړۍوالو اړيکو ډيپارتمنټ
۳. د اسلامي ثقافت ډيپارتمنټ

لیدلوری (Vision):

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په پام کې لري چې د اسلامي شريعت، قانون، اخلاقو او عدالت پر بنسټ، يوه پرمختللې، هوسا او قانون‌مندې ټولنې ته د رسېدو په موخه، له لوړ او مطلوب درسي، تحقيقي او خدماتي نظام سره ځان همغږی کړي او په حقوقي او سياسي ډګر کې ملي او سيمه‌ييز اعتبار ومومي.

ماموريت (Mission):

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی، چې تخصصي او نوښتګر کادرونه لري، ژمن دی چې د اسلامي او ملي اصولو په رڼا کې، د تحصيلي خدماتو يو منظم، اغېزناک، ملاتړ کوونکی او د ټولنې له اړتیاوو سره سم د نظري او عملي زده‌کړو برابر سيسټم وړاندې کړي. دغه خدمتونه د عصري ټکنالوژۍ په مرسته د ځوانو کادرونو د روزنې او د هغوی د تحصيلي کچې د لوړوالي لپاره تنظيم شوي دي.

ارزښتونه:

۱. نوښت او ابتکار
۲. ملي ګټو ته ژمنتيا
۳. د مسلکي اخلاقو او فرهنګ مراعت
۴. د مسووليت منل
۵. درناوی او صداقت
۶. اسلامي او ملي ارزښتونو ته پابندي

ستراتېژيکې موخې:

۱. د ښوونې کیفیت لوړول او د نصاب ښه کول
۲. د استادانو او کارکوونکو علمي ظرفیت لوړول
۳. د علمي څېړنو، خپرونو او برېښنايي زده‌کړو پراختیا
۴. د ملي او نړۍوالو اړیکو پراخېدل او پیاوړتیا
۵. د تحصیلي، حقوقي او ټولنیزو خدماتو پیاوړتیا
۶. د اداري، مالي او اکادمیکو بنسټونو د مدیریت د نظام پراختیا او پیاوړتیا