Image

Mohammad Khalid Sediqi
Head of Basic Science Department

استاد محمد خالد صدیقي د محمد نعیم زوئ په کال ۱۳۷۶ کې د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. مکتب یي په غازي ګل احمد خان لېسه کې سرته رسولي. په کال ۱۳۹۴ کې د پکتیا پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي په فزیک دیپارتمنت کې شامل او په کال ۱۳۹۷ کې له یاد پوهنتون څخه فارغ شو. د زده کړو په درشل کې یي د انګلیسي ژبې او کمپیوټر ډیپلومه هم لاس ته راوړې ده. له زده کړو وروسته یي د خپل مسلک په ډګر کې د مختلفو تحصیلی مؤسساتو سره د ادارې او تدریس په برخه کې دنده سر ته رسولې ده. او اوسمهال ملي د لوړو زده کړو مؤسسې سره د معالجوي طب په پوهنځي کې د فزیک او بیوفزیک مضمون تدریس او بیسیک ساینس دیپارتمنت آمریت دنده مخته وړي.

زده‌کړې:
  • پکتیا پوهنتون - د ښوونې او روزنې پوهنځی
  • د غازي گل احمد خان عالي لېسه
  • شفا د لوړو زده کړو مؤسسه (د انګلیسي ژبې زده کړه)
  • احسان وردگ - د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د زده کړو مرکز
تجربه:
  • شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه – دایمی استاد (۱۳۹۸-۱۴۰۲)
  • شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه – د کیفیت لوړونې آمریت (۱۴۰۰-۱۴۰۲)
  • جامع کمپلکس د روغتیایي علومو انستیتیوت – استاد (۱۳۹۸-۱۴۰۲)

img
img
img
img
;