Image

نجيب الله شينواری
Designation: Vice Chancellor of Finance & Administrative Affairs

Joining Date: 01-01-1970 | Leaving Date: 21-09-2024

نجيب الله شينواری پر کال ۱۳۵۰ لمريز د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د چل ګزي په کلي کې سترګې رڼې کړي دي.


زده‌کړې:
  • ښاغلي نجيب الله شينواري د خپلو لوړو زده‌کړو پيل له انجينري پوهنځي څخه وکړ او په IRC کې پر کال ۱۹۹۲ زېږديز د ساختماني انجينري له څانګې څخه سرخرويه فارغ شو.
  • د کابل کورني اړودوړ يې تحصيلي مزل لږ څه ټکنی کړ، خو په هېواد کې د نسبي ټيکاو له قايمېدو وروسته يې بيا پوهنتون ته مخه کړه او پر کال يې د حقوقو او سياسي علومو له څانګې څخه د لسانس سند ترلاسه کړ.
  • تر دې وروسته يې د دکن موزې په پښو کړې او ماسټرۍ پسې يې سر تر هندوستان ورسېد. هلته يې د مهاتما ګاندي له پوهنتون څخه پر کال ۲۰۱۳ د عامه ادارې له څانګې څخه ماسټري بشپړه کړه.
  • افغانستان ته په راستنېدو يې کاتب پوهنځي کې د نړيوالو حقوقو څانګه پيل کړه او د دويمې ماسټرۍ د اکمال وياړ هم ور په برخه شو.
  • په امريکه کې د ITF په څانګه کې د مارشا لارډ پوهنتون څخه په درېيمه ماسټرۍ مفتخر شو.

تجربه:

ښاغلی شينواری په کور دننه له ګڼو کورنيو او نړيوالو ادارو سره د کار پراخه تجربه لري، له عادي څوکۍ در واخلئ، آن تر معينيته وړاندې تللی او د ژوند د فراز و نشيب خوندونه يې څکلي. د کار لومړۍ تجربه يې له UNAIDS څخه وکړه چې هلته يې په افغانستان کې د جهادي فلمونو د جوړولو په څانګه کې کار وکړ.

  • له ګڼو NGOګانو او شرکتونو سره په مختلفو ساختماني او اداري کورنيو او نړيوالو پروژو کې د پراجېکټ منېجر / سينير انجينیر / سينير سټرکچر انجينر/ اډاوايزر او ټيم ليډر مختلفې عهدې ته اوږه ورکړې.
  • لومړی خوست ولايت کې له ARO NGO سره د سرک او اېرېګېشن په برخه کې مسول و او بيا وروسته ولايتي سوپروايزر شو.
  • د کاري تجربې په بهير کې د بهرنيو چارو وزارت ته لاړ او څه موده يې هلته دنده ترسره کړه.
  • ورپسې د ټولګټو وزارت ته لاړ او د خپل ظرفيت او علميت پر بنا هلته د ظرفيت‌لوړونې مسول شو.
  • بيا يې د دفاع وزارت لاره ونيوله او د تاسيساتو رييس شو.
  • د ملي پراختيا د برنامو (برنامه انکشاف ملی) معين وټاکل شو.
  • بيا يې څه موده د پايتخت زون عمومي رييس مسووليت ومانه او په برياليتوب يې مخ ته يووړ.

ښاغلی شينواری له ۱۳۶۸لمريز راهيسې د تدريس پراخه تجربه لري او په مختلفو زده‌کړييزو بنسټونو کې يې د استادۍ سپېڅلې نده هم ترسره کړې ده.

img
img
img
img
;