د ډیټابېس سافټویر د طراحۍ او پراختیا تړون

اداره: ملي پوهنتون
وروستۍ نېټه: 2026-05-18
ځای: لب‌جر څلورلاری - کابل
د بست ګڼه:
د دندو شمیر:
ملیت افغان
نوع اشتغال
معاش
ښار کابل
کاري تجربه لږ تر لږه 5 کاله
موده 6 مياشتې

د نوي ډیتابیس د طراحۍ او پراختيا شرطونه


 1. ERP سیسټم باید په مهمو تعلیمي او اداري برخو کې د وړاندوینې وړتیا ولري، څو د موجوده او تېرو معلوماتو پر بنسټ راتلونکې  حالتونه اټکل کړي. دا کار د اداری او پوهنتون د پریکړو په ښه او دقیق ډول کولو کي مرسته کوی، ځکه چې یوازې د عادي راپورونو او خام معلومات د نن عصر په سېستمونو کې بسنه نه کوي.

2. ERP باید دا توانی ولری چی اسناد لکه ټرانسکریپټونه، د فیس رسیدونه،د حاضری ریکارډونه او مالی راپورونه دری پښتو او انګلیسی ژپو جوړ کړي. یوازی د سیستم د بڼی (UI)  ژباړه کافی نه دی.

3. ERP باید د یو واحد ډېټابیس جوړښت ولري (یو PostgreSQL سکیما) ، ترڅو د اکاډمیک، مالي، بشري سرچینو، کتابتون، ترانسپورت، تدارکاتو او انوینټري معلومات په اسانۍ سره یو له بل سره وصل او شریک شي، پرته له دې چې معلومات جلا وساتل شي یا هر ځل ځانګړو API غوښتنو ته اړتیا وي.

4. ERP سیسټم باید د WebSocket Gateway پر بنسټ ریل ټایم (Real-Time) ډشبورډونه ولري، ترڅو د معلوماتو بدلونونه لکه د استاد له خوا د نمرو درج کول یا د منظوریو بشپړېدل، په اوتومات ډول او سمدستي تازه شي؛ پرته له دې چې کاروونکی د پاڼې لاسي Refresh یا د بشپړې پاڼې بیا Reload ته اړتیا ولري.

5. ERP سیسټم باید د مهمو عملیاتو د بېرته راګرځولو (Undo) وړتیا ولري، لکه د حاضرۍ او نمرو سمون. دا باید د نرم حذف (Soft Delete) میکانیزم له لارې ترسره شي، څو هر بدلون په خوندي ډول ثبت شي او د اړتیا په صورت کې د پلټنې (Audit) لپاره د لاسرسي وړ وي.

6. ERP سیسټم باید بشپړ مالي پلټنې (Audit Trail) ولري، چې په کې د هر بدلون لپاره د ترسره شوي عمل تفصیل، د کاروونکي هویت، د بدلون وخت، او د بدلون څخه مخکې او وروسته ټول معلومات په منظم ډول ثبت او ذخیره شي.

7. ERP سیسټم باید د بانکدارۍ په کچه لوړ امنیت ولري. پدې کې باید د پاسورډونو لپاره Bcrypt  ۱۲ راؤنډونو سره) هیشینګ وکارول شي، حساس معلومات باید د AES-256-CBC کوډنګ له لارې خوندي شي، او د سیستم په مهمو برخو کې باید د Rate Limiting میکانیزم تطبیق شي، مثلاً په یوه دقیقه کې یوازې ۵ د داخلېدو هڅې اجازه ولري، څو د ناوړه استفادې مخه ونیول شي.

8. پلورونکی باید د موجوده ERP سیسټم ټول معلومات په بشپړ ډول نوي سیستم ته انتقال (Data Migration) کړي.

9. پلورونکی ته به د ERP  ټولی پيسی یوازی هغه وخت ورکول کیږی چی ډیټابیس او ټول سیستم په بشپړه توګه ټیست ، تاييد او د قبول شی د پوهنتون له طرفه.

10. پلورونکی باید د ERP سورس کوډ پوهنتون ته تسلیم کړی.

11. محرمیت او د معلوماتو ساتنه:

د تړون له مخې، دواړه لوري مکلف دي چې ټول غیر عامه معلومات لکه د زده‌کوونکو اسناد، مالي معلومات، د ازموینو ریکارډونه، د سیستم جوړښت، او سوداګریزې پروسې په کلکه محرم وساتي. دا مکلفیت به د تړون له پای ته رسېدو وروسته لږ تر لږه اوه (۷) کاله دوام وکړي.

د عرضه کوونکي ټول کارکوونکي او فرعي قراردادیان چې د پوهنتون معلوماتو ته لاسرسی لري، باید د افغانستان د نافذه قوانینو مطابق د محرمیت انفرادي ژمنلیکونه لاسلیک کړي، او همدارنګه باید د پوهنتون له خوا د منل کېدونکي شالید (Background) ارزونې څخه تېر شي.

هره واقعي یا مشکوکه د معلوماتو سرغړونه باید د پېښې له پېژندلو څخه په ۲۴ ساعتونو کې دننه په لیکلې بڼه پوهنتون ته راپور شي، او ورسره باید د اغېزو لومړنۍ ارزونه او د کنټرول یا مهار پلان هم وړاندې شي.

12. تطبیق او ځای پر ځای کول:

سیسټم باید په څو مرحلو کې د معلوماتو د انتقال (Data Migration) سره یوځای تطبیق شي.

د Go-live اعلان به یوازې هغه وخت ترسره کېږي چې ټولې جدي ستونزې او تخنیکي نیمګړتیاوې په بشپړ ډول حل شوې وي او سیسټم د کارونې لپاره تایید شوی وي.

13. روزنه او اسناد:

د پوهنتون کارکوونکو او د سیستم کاروونکو ته باید روزنه (Training) په دری پښتو او انګلیسی ژبو ورکړل شي، همدارنګه د روزنی مواد باید په چاپی یا افلاین بڼه هم موجود وی.

14. ظرفیت لوړونه:

پلورونکی مکلف دی چی د پوهنتون کارکوونکو ته د سیستم اړوند اړین مهارتونه انتقال کړی او د هغوی د عملی وړتیاوو په لوړولو کی مرسته وکړي

15. د تحویلی او منلو معیارونه:

هره تحویلی ه یوازي هغه وخت منل کېږي چې UAT ازموینه بریالۍ شي، پرته له کوچنیو ستونرو همدارنګه پوهنتون ۳۰ ورځی وخت لری چی تحویلي ومنی یا رد یی کړی.

16. ازمویل  او د کیفیت تضمین:

پلورونکی به بشپړ Test Plan چمتو کوي، چې Unit، Integration، System، Performance، Security، او UAT پکې شامل وي.

مربوطه
;