shape
shape

د محصلانو معاونيت

Image

د محصلانو چارو مرستيال

منصور نیازی د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د سلینګار کلي اصلي استوګن دی، چې خپلې لومړنۍ زده‌کړې یې له لومړي څخه تر څلورم ټولګي پورې د خپل کلي په ابتدايي ښوونځي کې ترسره کړې، وروسته یې تر دولسم ټولګي پورې خپلې زده‌کړې د کابل ښار د دولسمې ناحیې (ارزان قیمت) په غلام محمد فرهاد عالي لېسه کې بشپړې کړې.

ښاغلي نيازي د کانکور ازموینې له بریالي ګډون وروسته د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي مهندسي څانګې ته په لوړو نومرو بریالی شو او دا زرينه دوره يې پيل کړه، د لوړو زده‌کړو له بشپړېدو وروسته یې خپل د خپل مسلکي فعالیت پيل د کابل ولایت په عدنان الهام ساختماني شرکت کې د یو مسلکي انجنیر په توګه وکړ.

منصور نیازی یو ژمن، هڅاند او پرمختګ‌خوښی ځوان دی، چې د زده‌کړې او مسلکي تجربې له لارې یې د هېواد په بیارغونه کې ارزښتمنه ونډه اخیستې ده.

 زده‌کړې:

 لېسانس: شیخ زاید پوهنتون، د ساختماني انجینرۍ څانګه ۲۰۱۶۲۰۲۰ زېږديز

لومړنۍ زده‌کړې: د کابل ښار د غلام محمد عالي لېسه ۲۰۰۳۲۰۱۵ زېږديز

 کاري تجربه:

۱. د فارغان مدیر، ملي د لوړو زده‌کړو مؤسسه، اکتوبر ۲۰۲۲ تر اپرېل ۲۰۲۳ - کابل، افغانستان

۲. د محصلانو چارو مدير، ملي پوهنتون، جنوري ۲۰۲۳ تر  جون ۲۰۲۳ -  کابل، افغانستان

۳. د محصلانو چارو آمر، ملي پوهنتون، جولای ۲۰۲۳ تر  نوومبر ۲۰۲۴ -  کابل، افغانستان

۵. ساختماني انجينر، عدنان الهام ساختماني شرکت - کابل، افغانستان