shape
shape
Image

د محصلانو چارو مرستيال پيغام

ګرانو محصلانو!

محصل د پوهنتون د علمي بهير محور دی، زموږ ټوله هڅه دا ده چې د تدريسي نظم، آزموينو او نورو اړوندو چارو بهير په منظم، شفاف او عادلانه ډول پر مخ ولاړ شي، څو تاسې وکولای شئ په ارامه فضا کې خپلې زده‌کړې وکړئ.

موږ ژمن يو چې ستاسې شکايتونو او وړانديزونو ته پر وخت رسيدګي وکړو، اداري بهير ساده او روښانه کړو او د علمي تقويم تطبيق په دقيق ډول وڅارو، باور لرو چې د متقابل درناوي، نظم او همکارۍ له لارې کولای شو، تاسې لپاره يو سالم او باانګېزې علمي چاپېريال رامنځته کړو.

درنښت

انجينر منصور نيازی
د محصلانو چارو مرستيال