د "څېړنې مېتودولوژۍ" ترسرليک لاندې ورکشاپ پای ته ورسېد.
دا درې ورځنی ورکشاپ چې څېړنې، تاليف او ترجمې آمريت له لوري ترتيب شوی و، د ننگرهار پوهنتون استاد، پوهنمل عبدالغفار شېرزاد لخوا وړاندې شو او د مؤسسې د درې گونو پوهنځیو استادانو په کې برخه لرله.
په دې ورکشاپ کې گډونوالو ته د څېړنیزو مېتودونو اړوند موضوعات په تفصیل سره تشریح شول، استاد شېرزاد په خپلو وړاندې کړو موضوعاتو کې پر يو شمېر نورو مسايلو سربېره، د څېړنیزو مېتودونو، د معلوماتو راټولولو، د ډیټا تحلیل او څېړنیزو راپورونو پر لیکلو ځانگړې تمرکز وکړ، گډونوالو په فعاله توگه گډون وکړ او خپلې پوښتنې او نظریات یې وړاندې کړل.
ياده دې وي، چې تر دې دمخه هم د استادانو د څېړنیزو وړتیاوو د لوړولو په پار، ورته برنامې جوړې شوي، چې گډونوالو ته گټور او الهامبښونکي وو، د استادانو په خبره، دغه راز ورکشاپونه د علمي څېړنو د کیفیت په ښه والي کې له دوی سره ډېره مرسته کوي.
په پای کې ټولو ګډونوالو ته د فعاله ونډهاخېستنې او معنوي امتياز په توګه، تصديقپاڼې ووېشل شوې.