Image

د څېړنې او څېړنیزو پروژو د لارښوونې عملي ورکشاپ دوهمه ناسته وشوه.

د ملي پوهنتون د علمي کادر د څېړنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا او علمي پرمختګ په لړ کې، د څېړنې او څېړنیزو پروژو د لارښوونې عملي ورکشاپ دوهمه ناسته، د افغان نړۍوال پوهنتون د درېیو نوم‌وتو استادانو، پوهنوال دوکتور بلال احمد رحیمي، پوهنمل دوکتور محمد حارث عبدیاني وال او دوکتور شریف حبیب احمدزي له لوري وړاندې شوه.

 په دې علمي غونډه کې، چې د پوهنتون د دوو پوهنځیو استادانو برخه اخیستې وه، د ګډونوالو مقالو ته بیا کتنه وشوه او د استادانو له لوري تفصیلي علمي څرګندونې، اصلاحي وړاندیزونه او مسلکي سپارښتنې وشوې.

 د ناستې اصلي موخه د څېړنیزو لیکنو د کیفیت لوړول، د معیاري څېړنیزو تګلارو زدهکړه او د راتلونکو څېړنیزو پروژو لپاره د علمي لارښوونې برابرول وو، استادانو په خپلو ویناوو کې د څېړنیزو لیکنو پر جوړښت، د سرچینو پر اغېزمنې کارونې، د علمي معیارونو پر رعايت او د نړۍوالو سټنډرډونو پر ارزښت ټینګار وکړ.

 ګډونوالو د استادانو د سپارښتنو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې دا ډول علمي ناستې د پوهنتون د څېړنیزو چارو د معیاري کېدو او د علمي ودې په برخه کې مهمه ونډه لري.

مربوطه

;