عزیزاحمد فضلي د فضل احمد زوی، پر کال ۱۳۷۹ لمريز د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار کې
زېږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ، منځنۍ او د لېسې زدهکړې د یاد ولایت په حضرت عمر
فاروق مرکزي لېسه کې تر سره کړې دي. پر کال ۱۳۹۷ لمريز د کانکور ازموینې له لارې د پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي
علومو پوهنځي د ادارې او دیپلوماسۍ څانګې ته بریالی شو، پر کال
۱۴۰۱ له يادې څخه يې د فراغت سند ترلاسه کړ،
ښاغلي فضلي د نورو زدهکړو د دوام په موخه، پر کال ۱۴۰۲ د خاتمالنبیین پوهنتون د نړیوالو اړیکو ماستري برنامې
ته د آزموينې له لارې
شامل او پر کال ۱۴۰۳ یې له یاد
پوهنتون څخه د نړۍوالو اړیکو
په برخه کې ماسټري بشپړه کړه.
کاري تجربې
عزیزاحمد فضلي په علمي او مسلکي ډګر کې د پام وړ تجربې لري، نوموړی اوسمهال د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د منځني
ختیځ د څېړونکي په توګه کار کوي، پر کال ۱۴۰۲ د ملي لوړو زدهکړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړۍوالو اړیکو څانګې استاد او د همدې
مؤسسې د مسلکي پراختیا مرکز آمر وټاکل شو،
يو کال وروسته د مؤسسې د رهبري د پرېکړې له مخې د کیفیت لوړونې آمر وټاکل
شو او بالاخره څه موده وروسته د خپلو هڅو او
ظرفيت په اساس پر کال ۱۴۰۴ د
څېړنې او علمي مجلې ریاست له جوړېدو سره سم، د یاد ریاست د رييس په توګه وګومارل شو.
علمي او څېړنیز آثار
ښاغلی فضلي په علمي ډګر کې ګڼ شمېر لیکنې او څېړنیزې مقالې لري.
د هغه له لیکل شويو او چاپ شويو کتابونو څخه يې ځینې دا دي:
·
ځیرک
اقتصادپوه او بریالی مدیر
·
قطر؛ د منځني
ختیځ جنیوا
·
قاسم سلیماني؛
د منځني ختیځ لوبغاړی
·
لیتیوم د نړیوال
سیاست په چوکاټ کې د یوه ستراتیژیکې سرچینې په توګه (د افغانستان د لیتیومو پر زېرمو
تمرکز)
همدارنګه په
يو شمېر نړۍوالو معتبرو ژورنالونو کې د ښاغلي فضلي علمي-څېړنيزې مقالې هم چاپ شوي دي، چې د
بېلګې په توګه يې دا يادوو:
·
په نړۍ د
غرب د حاکمیت پای او آسیایي پېړۍ
·
د افغانستان
اسلامي امارت او چین سیاسي اړیکې؛ فرصتونه او ننګونې
·
د نشهیي
توکو پر ضد مبارزه کې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ او دیپلوماتیکو هڅو رول
·
د هند، منځني
ختیځ او اروپا اقتصادي دهلیز (I-ME-EC)