Image

د زده کوونکو روزنیز سیمینار؛ په شفاهي توګه د محاکمې د وړاندې کولو څرنګوالي ښوونه

تېره ورځ د لوړو زده کړو ملي موسسې د غونډو په تالار کې یو ورځنی سیمینار جوړ شو، چې موخه یې د فرضي محکمې سیالیو ته د ګډون کوونکو ټیمونو چمتو کول وو. دا د نړیوال جرمي قانون په برخه کې یوه نړیواله سیالي ده او هر کال د هالنډ په هاګ کې د لیډن پوهنتون د نړیوالو حقوقي مطالعاتو د ګریټیوس مرکز لخوا د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) په ملاتړ ترسره کیږي. د دې سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۰۵ کال کې ترسره شو. دغه یو ورځنی سیمینار د روښانې موسسې په همکارۍ جوړ شوی وو چې د هیواد د لسو پوهنتونونو محصلینو په کې برخه اخیستې وه. ټاکل شوې چې يادې سيالۍ د وږي مياشتې په ٢٧مه ترسره شي او دغه روزنيز پروګرام د سياليو د ټيمونو د چمتووالي په موخه په لاره اچول شوى و.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;