د ۱۴۰۵ لمريز کال د عملياتي پلان د تشرېح او مشورې ناسته وشوه.
د ملي پوهنتون د رهبرۍ او علمي او
اداري کارکوونکو په ګډون، د ۱۴۰۵ لمريز کال د عملياتي پلان د تشرېح
او مشورې ناسته وشوه، چې موخه يې د راتلونکي کال لپاره د پوهنتون د کاري تګلارې او
لومړيتوبونو په اړه ګډه سلا او د نظرونو تبادله وه.
د ناستې په پيل کې د ملي پوهنتون
رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب، د عملياتي پلان د جوړېدو پر پړاوونو او ارزښت خبرې
وکړې، د ښاغلي حبيب په ټکو، دا پلان د ادارې د منظم پرمختګ، اغېزناک مديريت او د
ټاکل شويو موخو د ترلاسه کولو لپاره مهم لارښود دی او ټينګار يې وکړ چې د لا ښه
موثريت په پار دې ټول کارکوونکي خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړي.
ورپسې د څېړنې او علمي مجلې رييس،
عزيز احمد فضلي، د ۱۴۰۵ لمريز کال د عملياتي پلان بېلابېلې
برخې ګډونوالو ته تشرېح کړې، نوموړي د پلان اساسي برخې، اهداف، ټاکل شوي
فعاليتونه او د پلي کېدو لارې چارې په تفصيلي توګه تشرېح کړې، تر څو ګډونوال د
پلان له ټولې محتوا سره بشپړه بلدتيا پيدا کړي.
د ناستې په پای کې ياد عملياتي پلان
له ټولو ګډونوالو سره شريک شو، تر څو په اړه يې خپلې نظريې، تبصرې او مشورې
وړاندې کړي.





