د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ملي د لوړو زدهکړو موسسې له کتابتون سره د څه باندې ۲۰۰ عنوانه کتابونو مرسته وکړه.
په دې کتابونو کې پر علمي او تحقيقي هغو سربېره، ګڼ فرهنګي او ټولنيز آثار هم شته چې له استادانو، محصلانو او څېړنې له مينهوالو سره به د هغوی د څېړنې د بشپړېدو په برخه کې ډېر ګټور ثابت شي. د افغانستان د علوم اکاډمۍ مسوولينو د کتابونو د ورکړې پر مهال ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم د ګڼو نورو دغسې کتابونو په ډالۍ کولو کې درېغ نه کوي او هڅه به کوي چې د ملي د لوړو زدهکړو له موسسې سره د څېړنو او خپرونو په برخه کې خپله همکاري روانه وساتي. بل خوا د موسسې محصلان او استادان د دې ګټورو آثارو په ترلاسه کولو خوښ دي او هيله ښيي چې دا کتابونه به د دوی د څېړنو او تاليفاتو د بشپړېدو په برخه کې ورسره ډېره مرسته وکړي. د تېرې مياشتې په ۳۰مه نېټه دواړو ادارو د ګډو همکاريو يو پوهاوليک لاسليک کړ، چې دا مرستې يې يوه برخه ده.





