Image

ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د اکاډميک باور په لومړي او دويم پړاو کې، خپله بريا ونمانځله.

په دې غونډه کې د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې پر رهبرۍ سربېره، د لوړو زده‌کړو وزارت د تضمين کيفيت آمر، د مختلفو پوهنتونونو استازو او محصلانو گډون کړی و. غونډې ته په پرانستې وينا کې د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي د ادارې ټولو منسوبينو، کارکوونکو او محصلانو ته مبارکي ورکړه چې ويې کړی شو، په لږه موده کې د وزارت معيارونه پوره او د اعزاز دې پوړۍ ته ورسيږي. د نوموړي په خبره، محصلان دې غړۍ هسکې يوسي چې دا اکاډميکه اداره ورځ تر بلې د بهبود لور ته درومي او مثبت بدلونونه په کې راځي. ښاغلي يعقوبي ژمنه وکړه چې د اکاډميکې اعتباردهۍ د درېيم پړاو د کچ کولو لپاره هم کار کوي او هيله يې وښوده چې په نږدې راتلونکي کې به د دې خوش‌خبرۍ زېری هم ورکړي. ورپسې د لوړو زده‌کړو وزارت د تضمين کيفيت رياست د ارزيابۍ آمر، محمد نور شېرزاد وغږېد. نوموړي ملي د لوړو زده‌کړو موسسه نېکمرغه وگڼله چې تر کال په لږه موده کې يې د خپلو زحمتونو مېوه وڅکله. هغه وويل: ستاسې حق و چې د دې دوو مرحلو له امتيازه برخمن شئ. هره اداره د تضمين کيفيت د معيارونو او شرايطو له مخې تلل کيږي، تاسې چې د وزارت لارښوونو ته په پام کار کړی، دا شېبه دې دربختوره شي. د موسسې د حقوقي چارو سلاکار مولوي سعيدالرحمن احساس دا لاسته‌راوړنه د ټولو شريک امتياز وباله او ويې ويل چې تر دې وروسته به ملي دلوړو زده‌کړو موسسه د علمي بنسټونو په کتار کې د يوه معتبر نهاد په نوم ياديږي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د موسسې يو شمېر کارکوونکي د خپلو کړنو او همکارۍ له امله، د ادارې د رهبرۍ له لوري ونازول شول. يادې دې وي چې ملي د لوړو زده‌کړو موسسه د لړم د مياشتې له ۴ څخه ۸ نېټې پورې، د لوړو زده‌کړو وزات د پلاوي له لوري وارزول شو. ياد پلاوي د خپلو يادښتونو او ملاحظو په رڼا کې، دا اداره د ٪۸۰.۷۵۲ نمرو مستحقه وگڼله او په دې ترتيب د اکاډميکې اعتباردهۍ لومړی او دويم پړاو په برياليتوب سره ترسره شو.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;