د څېړنې د بنسټونو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د څېړنيزې مقالو، پروپوزل او د مونوګرافونو د ليکلو په برخه کې مهارتونه ور وښوول شول. د ورکشاپ ګډونوال تر ډېره بريده د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ د وروستيو سمسترونو محصلان وو او د ورکشاپ موخه هم دا وه چې دوی د تحقيقاتو له اساسي مهارتونو خبر شي. د ورکشاپ په پای کې د علمي چارو مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث د دې برنامې پر ارزښت وغږېد او له محصلانو يې مننه وکړه چې په دقت او حوصلې يې روزنه واخېسته. بل خوا محصلانو د دې ورکشاپ په جوړېدو خوښي وښوده او دا يې د خپلې تحصيلې سويې د لوړېدو په لاره کې خورا ارزښتمن وباله. د ورکشاپ روزونکی او د تحقيق او نشراتو رييس ډاکتر لطف الرحمن آفتاب وويل چې دا به وروستۍ هڅه نه وي او هڅه به کوي، دې ته ورته نورې ښوونيزې برنامې هم جوړې کړي. د کورونا له امله د زدهکړو د حضوري بهير له ټپه ودرېدو سره، ملي د لوړو زدهکړو موسسې د آنلاين درسونو بهير په معياري ډول مخ ته يووړ او د دوی د ظرفيتلوړونې په پار يې دغسې برنامې هم ايجاد کړې.





