Image

ملي د لوړو زده‌کړو موسسه او د افغانستان د علومو اکاډمي گډې علمي او تحقيقاتي همکارۍ پيلوي.

نن پنجشنبه، د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د تحقيقاتو رييس دوکتور لطف الرحمن آفتاب او د افغانستان د علومو اکاډمۍ رييس، د سرمحقق مرستيال دوکتور عبدالظاهر شکېب سره ولیدل پر يو شمېر موضوعاتو يې خبرې وکړې. ښاغلي آفتاب د علومو اکاډمۍ رييس ته د يادې موسسې د څېړنيزو پروژو په اړه معلومات ورکړل او هیله يې څرگنده کړه چې د دوه‌اړخيزو همکاريو له پيل سره به لا ډېرو موثقو او مطلوبو څېړنو ته لاره هواره شي. ښاغلي شکېب د ملي د لوړو زده‌کړو د ترسره کړيو تحقيقاتو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به دواړه لوري د ښې همغږۍ او علمي همکارۍ په پار تفاهم‌نامه هم لاسليک کړي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;