#د محصل نړيواله ورځ او د نويو شامل شويو محصلانو د هرکلي پرتمين محفل!
ملي د لوړو زدهکړو موسسې نن د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د محصل نړيواله ورځ او تر څنګ يې د ژمني سمستر لپاره د نويو جذبشويو محصلانو د ښهراغلاست غونډه جوړه کړه. غونډې ته په خبرو کې د موسسې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي د پيل په خبرو کې محصلانو ته د دې پرتمينې ورځې مبارکي ورکړه او ورځنې يې مننه وکړه چې ملي يې د خپل تحصيلي کور په توګه انتخاب کړی. نوموړي وويل: تاسې ډېر نېکمرغه او اتلان يئ چې په ټوپک ټوپک ماحول کې مو قلم او کتاب غوره کړی او د منطق په دې سولهييزه ژبه مو له عصر سره سيالۍ ته وردانګلي دي. ښاغلي يعقوبي ژمنه وکړه چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټنې به خپلو محصلانو ته د زدهکړې زمينه برابروي او د شکايت هېڅ ځای به نه پرېږدي. ورپسې دوو تنو محصلانو خبرې وکړې او د ملي د لوړو زدهکړو له رهبرۍ څخه يې د دوی د اخلاص او پېرزوينې مننه وکړه. د علمي چارو مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث او د محصلانو چارو مرستيال عبدالصبور مومند، نويو راغليو محصلانو ته، په ترتيب سره د کرېډېټ لايحه او د محصل تعهدنامه ورتشرېح کړه. بيا د محصل د نړيوالې ورځې په وياړ، د مؤسسې په کچه غوره محصلانو ته د ډاليو او ستاينليکونو د وېش برخه پيل شوه. لومړی د هر پوهنځي په کچه عمومي اولنومرهګانو ته ډالۍ او ستاينليکونه ووېشل شول او ورپسې د هر ټولګي اولنومره ته ستاينليکونه ووېشل شول.





