Image

ملي له نورې نړۍ سره د اړيکو دروازې پرانېزي.

تېره ورځ مو له (نيو وېژن ټرېولز) ادارې سره په ګډه، په بهر کې د لوړو زده‌کړو يو ورځنی پروګرام ترسره کړ. په دې يو ورځني پروګرام کې د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې سربېره د يو شمېر نورو پوهنتونونو او تحصيلاتي موسسسو محصلانو هم برخه اخېستې وه. محصلانو ته د امريکې د اوهايو ايالت د University of Findlay پوهنتون او يو شمېر نورو هېوادونو په پوهنتونونو کې د لوړو زده‌کړو د شرايطو، آسانتياوو او فرصتونو په اړه معلومات وړاندې شول. همدا راز له ترکيې او امريکې څخه هم لارښوونکو په ژوندۍ بڼه ګډونوالو ته لارښوونې وکړې او له دوی سره يې جزيات شريک کړل. ورپسې محصلانو په بهر کې د زده‌کړو د فرصتونو او شرايطو په اړه پوښتنې وکړې چې د اړوندو کسانو له لوري ځواب شول. ملي د لوړو زده‌کړو موسسه هڅه کوي چې د همکارو ادارو په مرسته داسې معلوماتي غونډې برابرې کړي او که څوک په بهر کې د نورو زده‌کړو لېوالتيا لري، کولای شي له اړوندو ادارو سره په اړيکه کې شي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;