Image

د دولسم ټولگيو سلگونه فارغانو پسرلني سمستر لپاره د کانکور ازموينه ورکړه.

د طب، ستوماتولوژۍ، حقوقو او سياسي علومو او د روغتيايي علومو انسټيټيوټ مختلفو څانگو لپاره، نن سلگونه نجونو او هلکانو آزموينه ورکړه، چې له منځه به يې پر معيارونو د برابرو نومرو کسان د خپلې خوښې څانگو ته لاره پيدا کوي. د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د علمي چارو مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث له راغلو گډونوالو مننه وکړه چې پر ملي يې باور وکړ او د ده په خبره چې دوی دا باور به تر پايه ساتي. د آزموينې د روڼتيا په پار، د آزموينو د ملي کمېټې غړو هم له دې بهير څخه نظارت کاوه. ټاکل شوې چې د گډونوالو پايلې د راروانې دوشنبې په ورځ اعلان شي. د دولسم ټولگيو هغو فارغان چې له دې آزموينې څخه پاتې دي، کولای شي د ثور مياشتې په لسمه نېټه د کانکور په متفرقه آزموينه کې گډون وکړي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;