د دولسم ټولگيو گڼو فارغانو د پسرلني سمستر په متفرقه کانکور کې گډون وکړ.
د لوړو زدهکړو وزارت، عامې روغتيا وزارت، د آزموينو د ملي ادارې او د ملي د لوړو زدهکړو موسسې د استازيو او استادانو په شتون کې آزموينه په شفافه توگه ترسره شوه. گډونوالو د طب، ستوماتولوژۍ، حقوقو او سياسي علومو او د روغتیايي علومو انسټيټيوټ په مختلفو څانگو کې له وړاندې نومليکنه کړې وه، چې نن يې متفرقه آزموينه وه. د آزموينې تر پيل دمخه، د ملي د لوړو زدهکړو موسسې علمي مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث په پرانستې وينا کې له ټولو ګډونوالو او د دوی له کورنيو يې مننه وکړه چې پر ملي يې باور وکړ. د ده په ټکو، ملي به په علمي، ټولنيز او د ژوند په ټولو برخو کې د دوی اعتماد خپل سرمشق ګرځوي او هڅه به کوي، د زدهکړو مناسب او غوره چاپېريال رامنځته کړي. تر دې وړاندې پسرلني سمستر لپاره د وري په ۲۷مه نېټه د عمومي کانکور آزموينه ترسره شوې وه او ترې پاتې کسانو اوس خپل بخت وآزمايه. ټاکل شوې د غويي په ۱۸مه (راروانه شنبه) د يادو داوطلبانو د آزموينې پايلې د ملي په وېبپاڼه کې اعلان شي.





