Image

د ولسمشر غني (د سولې لار نقشه) رسالې مخکتنه وشوه.

د مخکتنې دغه غونډه چې د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې په تالار کې وشوه، په کې د دې ادارې يو شمېر استادانو او کارکوونکو ګډون کړی و. په غونډه کې يو شمېر ګډونوالو خپلې ليکنې ولوستې او د رسالې په تړاو يې خپلې کره‌کتنې او نظريې وړاندې کړې. د ملي د لوړو زده‌کړو عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي د پيل په خبرو کې د سولې په برخه کې د حکومت وروستۍ هڅې وستايلې. نوموړي د حکومت او مخالفانو ترمنځ د خبرو اترو رامنځته شوې دريڅه يو فرصت ياد کړ او غوښتنه يې وکړه چې دا فرصت په سم ډول مديريت شي. ډاکتر يعقوبي د سولې لار نقشې په رساله کې ذکر شوي محتويات مهم وګڼل خو ځينې برخې يې يو له بل سره په ټکر کې وبللې. د ده په ټکو، سوله، سوله وي او هر ډول ترکيب يې معنا تر پوښتنې لاندې راولي. د بېلګې په توګه: عادلانه سوله او دې ته ورته جوړښتونه شکونه زېږوي او په کار ده چې د دغسې مصطلحاتو له کارولو ډډه وشي. د حقوقو پوهنځي رييس احمد ولي سهيم سربېره پر دې چې د رسالې پر ښېګڼو او محاسنو وغږېد، د يوه هراړخيز پرېزنټېشن په ترڅ کې يې د اثر پر يو شمېر لفظي تېروتنو نيوکه وکړه. هغه ومنله چې دا دا د ولسمشر غني د وينا متن او دلته هو بهو را نتقال شوی، ولې ځينې نيمګړتياوې بايد نه وای را انتقال شوي. د بېلګې په توګه د (وثيقه ملی) پر خای د (وجيبه ملی) او پارلمان ته، چې حکمي شخصيت دی، د (چه کسی) الفاظ کارول شوي دي. د طب پوهنځي مرستيال ډاکتر عبدالوهاب صالحي د اثر فني او تخنيکي نيمګړتياوې برسېره کړې خو دا يې هم وويل چې غني په خپل مفکرانه طرحو په نړيواله کچه يوه اجماع رامنځته کړې ده. هغه زياته کړه: د سيمې په کچه اجماع نږدې ده او اوس ډېره خواري پر دې روانه ده چې په کور دننه هم یوه سرتاسري اجماع رامنځته شي. ده په رساله کې راغلې نورې موضوع‌ګانې هم يادې کړې او پياوړتيا لپاره يې د هر افغان مرسته وغوښته. استاد عبدالوحيد رضواني يې پر منځپانګې کره کتنه وکړه او د ډاکتر غني د سولې رغوونکی فکر يې د هېواد د سولې په لاره کې خورا ګټور وباله. استاد د سولې په برخه کې د ولسمشر هغه هڅې يادې کړې، چې په ترڅ کې يې د نړيوالې ټولنې پام دې برخې ته وګرځاوه. ده همدا راز د نړيوالې اجماع په برخه کې هم د ترسره شويو کړنو او په دې رساله کې د يادو شويو موضوعاتو بې‌پرې شننه وکړه. د تحقيق او نشراتو رييس دوکتور لطف الرحمن آفتاب د ولسمشر په خبرو کې د يادو شويو فرصتونو او د سيمې او ګاونډيو هېوادونو موقع‌طلبانه چالونو ته په اشارې وويل: په تاريخ کې ډېر لږ کله د اوږدمهاله جګړو د اختتام لپاره دغسې چانسونه پيدا شوي. ده وويل، که دا په لاس راغلې موقع په سم ډول مدیريت شي، سوله به لرې نه وي. د نشراتو او فرهنګي چارو آمر نظر افغان په ورستيو دوو لسيزو کې د نظام لاسته‌راوړنو، د بيان آزادۍ، د مېرمنو حقونو او تحصيلي ډګر کې لاسته‌‌راوړنو ته په کتو، د سولې جوړه شوې دريڅه يو ناياب فرصت وباله. نوموړي د جمهور رييس غني له محتوايي اړخه يوه داسې طرحه وبلله، که پرې سياسيون او کورني مشران مخ ته لاړ شي، د سولې د رسا آدرس په موندلو کې مرسته کولای شي. وروسته نورو ګډونوالو هم رسالې پورې تړلې خپلې ليکنې ولوستې او د اثر پر بېلا بېلو برخو يې خپل نظرونه، نقدونه، شننې، کتنې، نيوکې او وړانديزونه وړاندې کړل. د اسلامي جمهوري نظام ساتنه، له ملي ارزښتونه څخه دفاع، د سولې تحقق او د روانې جګړې پای ته رسېدل هغه مشترک ټکي وو، چې ټولو يې په يوه خوله غوښتنه کوله. (نقشه راه صلح) يا (د سولې لار نقشه) د ولسمشر غني له هغې وينا څخه ترتيب شوې رساله ده، چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د وري مياشتې پر ۱۸مه نېټه يې د ارګ په چهار چينار ماڼۍ کې وړاندې کړه او اوس يې ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د مخکتنې غونډه ترسره کړه.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;