Image

"ملي" له څو نړيوالو پوهنتونونو سره پوهاوليکونه لاسليک کړل.

د ملي د لوړو زده‌کړو مسؤلينو په ترکيه کې له يو شمېر نړيوالو پوهنتونونو سره پوهاوليکونه لاسليک کړل. د پوهاوليکونو د لاسليک پر مهال د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوړو زده‌کړو وزير ښاغلی دکتور عباس بصير هم حاضر و. د پوهاوليک د متن په اساس، د ملي د لوړو زده‌کړو مؤسسې هر لوری پوهنتون به د علمي څېړنو، د استادانو د تجاربو د تبادلې او محصلانو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده‌کړو د زمينه‌سازۍ په برخه کې ګډې همکارۍ کوي. هغه پوهنتونونه، چې ورسره د ګډو همکاريو دا سندونه لاسليک شول، دا دي: Maryam abacha American university of nageria International Astrolabe University Ibn Tofail university Kandi international university of science & Technology ياده دې وي چې ملي د لوړو زده‌کړو مؤسسې تر دې وړاندې هم له يو شمېر نړيوالو پوهنتونونو سره ورته رسمي دوه‌اړخيزه همکارۍ لري چې له مخې يې د دې تحصيلي بنسټ حيثيت لا پسې لوړ کړی دی. اوس چې دا سندونه تبادله شول، استادان او محصلان طمع ښيي چې د دوی د ظرفيت‌لوړونې او د تجاربو د تبادلې لپاره نور فرصتونه هم برابر شي. ګام په ګام د نړيوال کېدو پر لور

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;