احمدالله مرشد صافي د ملي د لوړو زدهکړو مؤسسې د نوي رييس په توگه په کار پيل وکړ.
نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ډاکتر صداقت يعقوبي له عمومي رياست سره مخه ښه وکړه او نوي رييس ته يې هرکلی ووايه. نوموړي د خپل ماموريت پر مهال د هغو لاستهراوړنو يادونه وکړه چې د ده په قيادت کې ترلاسه شوي وو او دا يې د ادارې د فرد فرد د خواريو او زحمتونو پايله وبلله. نوموړي هيله وښوده چې د نوي رييس په راتگ به چارې نورې هم ښې شي. ورپسې د ملي د لوړو زدهکړو مؤسسې رييس احمد الله مرشد صافي وينا وکړه او د دې تحصيلي بنسټ له رهبرۍ يې مننه وکړه چې پر ده يې باور وکړ. د نوموړي په خبره دا يو دروند مسؤوليت دی او هڅه به وکړي چې د دې مسؤوليت له عهدې بريالی راووځي. ښاغلي صافي د ډاکتر يعقوبي د ټولو رنگراوړيو زحمتونو قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه، نه يوازې دا چې دا لاستهراوړنې به ساتي، بلکې د ادارې د هرې خودکفايۍ لپاره خوله تويوي. د علمي چارو مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث د استادانو او کارکوونکو په استازولۍ له پخواني رييس څخه خوښي وښوده چې په هر ممکنه فرصت کې يې کار وکړ او ملي يې د اکاډميک باور تر دوو پړاوونو ورسوله. ده نوي رييس ته هم د همکارۍ ډاډ ورکړ او اوږه په اوږه د وړاندې تللو تعهد يې ورکړ. بیا د ملی د لوړو زدهکړو موسسې د بنسټگر الحاج عيارالحق جوهر او يو شمېر استادانو او کارکوونکو په شتون کې ښاغلی مرشد صافی خپل کاري دفتر ته وپېژندل شو او د دعايې په لوستو ورته مبارکي وويل شوه. د يادونې وړ ده، چې ښاغلی مرشد صافی په ښوونه او روزنه کې ماسټري لري او په کور دننه او بهر کې په ملي او نړيوالو ادارو کې د کار پراخه تجربه لري.





