Image

د ملي علمي او څېړنيزې مجلې دويمه‌ گڼه چاپ شوه.

دا علمي اثر چې په هرو شپږو مياشتو کې يو ځل خپرېږي، د هېواد د سترو ليکوالو د اوږدې مودې ليکنيزې خوارۍ خپروی. په دې پسرلنۍ گڼه کې بېلابېل مذهبی، طبي، سياسي او حقوقي څېړنې چاپ شوي چې د تحقيق مينه‌والو لپاره خورا گټور دي. مجله په غوره صحافت په سپين کاغذ کې په رنګه بڼه چاپ شوې چې ټول ټال ۱۷۶ مخونه لري. د امتياز څښتن يې (ملي د لوړو زده‌کړو موسسه) او مسول مدير يې دوکتور لطف الرحمن آفتاب دی. پر لومړۍ پښتۍ يې د يو شمېر ليکوالو د مقالو سرليکونه او په وروستۍ (څلورمه) پښتۍ د ادارې پر لوګو، نېټې او پرلپسې شمېرې سربېره، د منځ له متنونو څخه دوه پراګرافونه نقل شوي دي. له سرمقالې پرته ۷ مقالې په کې چاپ شوي چې ۴ يې په دري او پښتو او پاتې يې په انګليسي ژبه ليکل شوي. د ملي علمي او څېړنيزې مجلې په دې پسرلنۍ ګڼه کې د استاد محمد سعيد (بررسی پدیده تکفیر و پیامدهای آن از منظر آیات)، د استاد عبدالوحید رضوانی (حق سکوت از منظر فقه اسلامی و قوانین وضعی) د ملي د کادري ډلې ليکوالو (بررسی حمایت از حقوق کارګران از منظر معیارهای جهانی)، د رنځوروال ډاکتر نجيب الله نجيب (د رابعه بلخي او جمهوريت په روغتونونو کې د پپتيک قرحاتو د سوري کېدو د پېښو تشرېحي مطالعه، د دوکتور لطف الرحمن آفتاب (Implication of Tablian’s recent relationship with neighboring countires) د دوکتور محمد رحمن او همکارو ليکوالو (Trace elemental analysis of hair for toxity…) او د خليل يعقوبي (impedance spectroscopy analysis of…) په لاسونو ليکل شوې مقالې شاملې دي. سربېره پر دې اوس محصلان، استادان او د پوهې ټول پلټونکي کولای شي، دا مقالې د ملي په وېب‌پاڼه کې هم ولولي. د مقالو ډاونلوډ لپاره لومړی د پاڼې په ښکتنۍ برخه کې ځان راجستر (Register) او بيا د خپلې خوښې مقاله در ښکته کړئ. نور جزيات زموږ په وېب‌پاڼه او ټيليگرام چينل کې ولولئ! https://mili.edu.af/frontend/?lang=ps https://t.me/MiliUniversity

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;