د ملي ښوونيزې اکاډمۍ (MLA) پرانېسته
په دې تړاو جوړې شوې ناستې ته، د ملي د لوړو زدهکړو موسسې عمومي رييس احمد الله مرشد صافي خبرې وکړې او له گډونوالو يې وغوښتل چې په ټوله لېوالتيا د اکاډمۍ په لکچرونو کې برخه واخلي او له علمي منځپانگې يې برخمن شي. نوموړي دا اکاډمي د ادارې او محصلانو يوه گډه لاستهراوړنه وبلله او ټينگار يې وکړ چې د دې د لا پراختيا لپاره به گډه هڅه کوي. د علمي چارو مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث د اکاډمۍ منځپانگه او درسي مهالوېش تشرېح کړ او دا علمي لړۍ يې د محصلانو د ظرفيتلوړونې په برخه کې مهمه او ارزښمتنه وگڼله. ټاکل شوې، د اوونۍ په جفتو ورځو (شنبه، دوشنبه، چهارشنبه) کې ښځينه محصلانو او طاق ورځو (یکشنبه، سه شنبه، پنج شنبه) کې نارینه محصلانو ته د مشهورو استادانو له لوري بېلابېل طبي درسونه وړاندې شي. له دې ډلې به د طبي چمتووالی کورسونه (اکزیت اکزام او اکمال تخصص) او لنډمهالي کورسونه (ECG، الټراساونډ، ACLS) او گڼ نور د طب پوهنځي محصلانو ته تدريس شي.





