د دولسم ټولګيو لسګونه تنه فارغانو نن د کانکور آزموينه ورکړه.
د ازموينې تر پيل د مخه د ملي د لوړو زدهکړو موسسې عمومي رييس احمد الله مرشد صافي او د آزموينو د ملي ادارې غړي پوهنوال دوست محمد فيضي ګډونوالو ته لنډې هڅوونکې خبرې وکړې او هغوی ته يې د روڼتيا د تامين ډاډ ورکړ. د پوښتنو د صندوق د مهرلاک تر پرانستل کېد وروسته آزموينه پیل او تر پايه په آرامه فضا کې مخ ته لاړه. ګډونوال هم د صحنې له شفافيته خوښ وو او هيله يې وښوده چې د خپلې خوښې څانګو ته به بريالي شي. ټاکل شوې د ملي د لوړو زدهکړو موسسې د کانکور دويمه (متفرقه) آزموينه د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه ترسره شي او هغه کسان به ورته نومليکنه کوي چې له دې آزموينې څخه پاتې وي. متفرقه آزموينې لپاره سر له سبا نومليکنه پيليږي او د معالجوي طب، ستوماتولوژۍ طب، حقوقو او سياسي علومو او د روغتيايي علومو د انسټيټيوټ ټول مينهوال ورته خپل نومونه ليکلای شي.





