Image

د ملي د معالجوي طب پوهنځي فراغت‌غونډه

ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د معالجوي طب شاوخوا سلو تنو فارغانو فراغت‌غونډه، د ملي او معروفو څېرو په شتون کې ونمانځله. د ادارې پر رهبرۍ سربېره، د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي چارو معين دوکتور لطف الله خيرخواه، د ننګرهار پخواني والي ضياء الحق امرخېل، علمی او سياسې څېرې پروفیسور داکتر غلام فاروق نجرابی او ګڼو نورو شخصيتونو هم په دې غونډه کې حضور لاره. د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې عمومي رييس احمد الله مرشد صافي ګډونوالو ته ښه‌راغلاست ووايه او د دوی کورنيو ته يې مبارکي وويله. نوموړي له ټولو فارغانو وغوښتل چې تر دې وروسته خپله ټوله پاملرنه عملي کارونو ته واړوي او د خپل مسلک سپېڅلتيا وساتي. د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه د طبابت د ډګر پر ارزښت وغږېد او د سپارښتنې په ډول يې ټولو فارغانو ته وويل چې دا يې د زده‌کړو پای نه دی او بويه چې د ژوند تر پايه دې لړۍ ته دوام ورکړي. فارغانو ته د تحليف تر رسم وروسته، تصديق‌پاڼې ووېشل شوې او د کورنيو غړيو د خپلو ارمانونو د پوره کېدوپه خوشالۍ کې، پر خپلو اولادونو ګلونه وشيندل.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;