Image

د نويو جذب‌شويو محصلانو د هرکلي او غوره محصلانو نمانځغونډه

ښځينه او نارينه محصلانو لپاره په دوو جلا غونډو کې د هرکلي او درناوي غونډې جوړې شوې. په دې غونډو کې د ملي پر مشرتابه سربېره، علمي او اداري کارکوونکو او د مني سمستر لپاره جديد‌الشمولو محصلانو گډون لاره. غونډو ته په وينا کې د ملي د لوړو زد‌ه‌‌کړو مؤسسې عمومي رييس استاد مرشد صافي او د محصلانو چارو مرستيال عبدالصبور مومند ويناوې وکړې. دوی د ټولگيو اول‌نمره‌گانو ته مبارکي ورکړه او دا هر څه يې د دوی د خپلې کړې خوارۍ او گاللي زيار ثمره وبلله. همدا راز يې له نويو محصلانو هم وغوښتل چې د دوی پل‌يوني شي او په زده‌‌‌کړو کې د خوارۍ تر څنگ، د خپل تحصيلي بهير تر پايه اداري اصولو ته ژمن پاتې شي. د غونډې په وروستۍ برخه کې غوره محصلان په تنديسونو او ستاينليکونو ونازول شول.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;