د ۱۴۰۰ کال د مني سمستر لپاره د کانکور آزموينه
لسګونه تنه ځوانانو، چې د ۱۲ ټولګيو نارينه او ښځينه فارغانې هم په کې شاملې وې، د کانکور آزموينه ورکړه. ګډونوالو ته په وينا کې د ملي د لوړو زدهکړو موسسې علمي مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث له نوموړيو او کورنيو څخه مننه وکړه چې پر دوی يې د خپل علمي ژوند د جوړولو باور وکړ. وروسته د لوړو زدهکړو وزارت د استازيو په شتون کې، د پوښتنو بکس د مهرلاک په پرانيستو سره پروسه پيل شوه چې تر پايه په روڼتيا مخ ته لاړه. ټاکل شوې، د راتلونکي يکشنبې په ورځ د ګډونوالو پايلې د ملي د وېبپاڼې له لارې اعلان شي. همداراز هغو کسانو چې د يو شمېر ستونزو له امله په دې آزموينه کې ګډون ونه شو کړای، کولای شي د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په متفرقه آزموينه کې برخه واخلي. نومليکنه سر له له اوسه روانه ده.





