Image

د محصل نړيواله ورځ او د نويو محصلانو د هرکلي غونډه

د لسګونه محصلانو په ګډون نن د محصل نړيواله ورځ ونمانخل شوه چې په ترڅ کې يې ژمني سمستر لپاره د نويو جذب‌شويو محصلانو د ښه‌راغلاست رسم يې هم يوه برخه وه. د ملي د لوړو زده‌کړو عمومي رييس احمد الله مرشد صافي محصلانو ته په خپله لارښوده وينا کې د هغوی پر مسؤوليتونو ټينګار وکړ او دوی يې د هېواد د روښانه راتلونکي څراغونه وبلل. تر څنګ يې هغو محصلانو ته هم سپارښتنې لرلې چې تازه د ملي له کورنۍ سره يوځای شوي دي. ښاغلي صافي د ملي له اړخه خپلو ټولو محصلانو ته د هرې ممکنه آسانتيا د رسولو ډاډ ورکړ او له ټولو يې وغوښتل چې د خپلې کورنۍ او ټولنې د ارمانونو د ګل کېدو په پار، ډېره ستړيا وګالي. د محصلانو په استازولۍ شېر حمله سعيدي او محمد ابرابر وغږېدل. دوی ژمنه وکړه چې پوهنتون به خپل کور ګڼي، د درسونو په برخه کې به ستړيا نه مني او له ادارې سره همکار پاتې کيږي. د محصلانو چارو مرستیال ډاکتر لطف الرحمن آفتاب د محصل لايحه تشرېح کړه. ده له ټولو زده‌کړيالانو وغوښتل چې ټول قواعد پر ځان عملي کړي او هېڅ سرغړونې ته ځای پرېنږدي. نوموړي ټولو ته ډاډ ورکړ چې د دوی اړوندو ټولو ستونزو ته به رسیدګي کوي او د شکايت موقع به نه پرېږدي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د ادارې د رهبرۍ په لاسونو غوره محصلانو ته ستاينليکونه ورکړل شول او د دوی د ګاللې ستړيا قدرداني يې وکړه.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;