Image

(خپله تخصصي څانگه څنگه وټاکم؟)؛ يو ورځنی علمي کنفرانس

د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې او آيما ښځينه څانگي په گډې همکارۍ، دې کنفرانس کې د مختلفو پوهنتونونو د طب ښځينه محصلانو گډون کړی و. د دې څانگې مسوولې آغلې هوسۍ بلخي په پيليزو خبرو کې د کنفرانس ارزښت په ډاگه کړ او دا يې په نرواکه ټولنه کې د محصلانو د تخصصي څانگې ټاکنې لپاره گټور وباله. د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې عمومي رييس احمد الله مرشد صافي، محصلان وننگول چې د وخت جبر ته تسليم نه شي او تخصص لپاره دې هغه رشته وټاکي، چې د دوی له علاقې او ارادې سره برابره وي. وروسته يو شمېر استادانو د موضوع په تړاو پرېزنټېشنونه وړاندې کړل، چې ټولنيزو، فرهنگي، تخنيکي او نورو ستونزو ته په کې د حل ځوابونه موندل کېدل. پنل د دې علمي کنفرانس وروستۍ برخه وه، چې په کې د مختلفو برخو ښځينه متخصصانو د محصلانو پوښتنو او اندښنو ته ځوابونه ورکړل. د نسايي او ولادي څانگې متخصصې ډاکتر نجم النساء شفاجو، د گېډې د جراحۍ متخصصې ډاکتر سامعې هشام، د سترگو د ناروغيو او جراحۍ متخصصې ډاکتر نازيې سلام، د جلدي زهروي ناروغيو متخصصې ډاکتر گلالۍ احمدي، د خولې د جوف او غاښونو متخصې ډاکتر مهديې بابک او د عمومي داخلې، کوچنيانو، نسايي او ولادي، عاجلې جراحۍ او الټراساونډ د برخو متخصصې ډاکتر گېډۍ بارکزۍ د خپلو ځوابونو په ترڅ کې گډونوالو ته واضحې او سپينې سپارښتنې لرلې. ياده دې وي، چې ملي څه موده دمخه هم د AIMA په همکارۍ د کلينيکي مهارتونو تر سرليکل لاندې يو اوونيز ورکشاپ ترسره کړی و، چې د هېواد له مختلفو خصوصي او دولتي پوهنتونونو څخه د طب څانگې محصلانو په کې گډون کړی و.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;