د وخت د مديريت لارې چارې، د رسا په ژبه
د هېواد نوموتي ارواپوه ډاکتر جمشېد رسا نن سلګونه محصلانو ته د وخت د ارزښت او د هغه د مديريت په اړه هر اړخيز پرېزېنټېشن وړاندې کړ. د ملي د لوړو زدهکړو موسسې عمومي رييس احمد الله مرشد صافي په همدې تړاو لنډ وغږېد. د هغه په خبره، وخت د عمر هغه برخه ده چې تېريږي خو بېرته نه راګرځي. نوموړي محصلانو ته سپارښتنه وکړه چې د ښاغلي رسا لارښوونې يو په يو واوري او بيا يې په خپل ورځني ژوند کې عملي کړي. استاد رسا د وخت له پېژندنې او ماهيته نيولې، د ټولنيز ژوند تر هرې ساحې يې د وخت د ښه تنظيم مشخص اصول تشرېح کړل. د پرېزېنټېشن په حواله، زموږ د ژوند د ناکامۍ ستر دليل زموږ بېبرنامې ژوند دی، چې هېڅ برخې لپاره ټاکلی مهالوېش نه لرو. بيا يې په همدې اړه عملي نسخې هم وړاندې کړې. د دې لکچر ويډيويي بڼه به، ډېر ژر همدلته له تاسې سره شريکه شي.





