Image

علمي کنفرانس: د جنسي بې‌لاريو او جرمونو بررسي

دغه کنفرانس چې د وار چايلډ کاناډا (War Child Canada) نړيوال سازمان په همکارۍ جوړ شوی و، د ملي او ياد سازمان پر مسوولينو سربېره، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي گڼو محصلانو په کې گډون لاره. د ملي د لوړو زده‌کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادانو، استاد بلال احمد خطیر او استاد غمی آرش د يو شمېر موضوعاتو لکه: په سايبري فضا کې اخلاقي جرایم، په اختطاف کې د جنسي تېري مجازات، د ماشوم او مېرمنې ځورول، فسق او فجورو ته هڅونه، جنسي بې‌لارۍ او دې ته ورته يو شمېر نورو په تړاو تفصيلي علمي بحثونه وکړل. د سيمينار په پای کې هغو محصلانو ته سندونه هم ووېشل شول، چې د ماشوم د حقونو په اړه، له تېرو څلورنيمو مياشتو راهيسې يې په ۱۶ ناستو کې گډون کړی و.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;