Image

د نویو جذب‌شويو محصلانو د هرکلي او د غوره محصلانو ستاينغونډه

د 1402 لمریز پسرلني کانکور په ترڅ کې د تازه جذب‌شویو محصلانو د ښه‌راغلاست او د تېرو سمسترونو د غوره محصلانو ستاينغونډې ته عمومی رئیس احمد الله مرشد صافي او د علمي چارو مرستیال ډاکتر ذبیح الله حارث ويناوې وکړې. نوموړيو ملي د لر بر او ټول افغان ملت شریک کور وباله او له هر یو تن څخه یې مننه وکړه، چې د ملي په ستره تحصیلي کورنۍ کې له دوی سره یو ځای شول. د دوی په ټکو، اداره به یو داسې تحصیلي چاپېریال رامنځ‌ته کړي، چې له ستونزو خالي او د هر محصل د هيلو هېنداره وي. د محصلانو په استازولۍ نور اسلام خان احمدزی وغږېد، ده وویل: "ملي مې د ملگرو له کیسو او له خپله تصوره ډېر اوچت وموند، باور لرم چې زما او زما د کورنۍ آرمانونه به هم‌دلته گلان سپړي." د پای په برخه کې، د ټولگیو په کچه د درې‌گونو پوهنځیو لومړي، دویم او درېيم مقام گټونکو ته ستاینلیکونه او د لومړي مقام ترلاسه‌کوونکو ته د سکالرشیپ امتيازي لیکونه وسپارل شول.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;