د ملي د لوړو زدهکړو موسسې د نوي مشرتابه د پېژندنې غونډه
د ملي د لوړو زدهکړو موسسې د بنسټگر الحاج عيارالحق شمس، د ادارې د مرستيالانو، د پوهنځيو د رييسانو او نورو علمي او اداري کارکوونکو په شتون کې، نوی عمومي رئيس وپېژندل شو. په ناسته کې د ملي د حقوقي چارو سلاکار مولوي سعيدالرحمن احساس د پخواني رئيس خدمتونه وستايل او د نوموړي د کړنو قدرداني يې وکړه. د ده په خبره هر هغه څوک د ستاينې او نمانځنې وړ دی چې د ولس بچيانو ته په دې سپېڅلې لاره کې کار کوي او د هغوی د زدهکړو په لاره کې آسانتياوې رامنځته کوي. ورپسې نوي عمومي رئيس خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې په ټول اخلاص او توان به د ادارې بهبود لپاره کار کوي. نوموړي زياته کړه، هېواد د هر وخت په څېر تحصيلکړيو بچيانو ته اړتيا لري او د ده به هڅه دا وي چې په دې لاره کې شته خنډونه په فرصتونو بدل کړي.





