Image

د مني سمستر لپاره په عمومي کانکور کې د ځوانانو پُرجوشه گډون

د اسد ۲۱مه: د دولسمو ټولگيو گڼ‌شمېر ښځينه او نارينه فارغانو نن په عمومي کانکور کې برخه واخېسته او خپل برخليکونه يې وټاکل. د آزموينې د بهير د روڼتيا په پار، د آزموينو د ملي ادارې استازيو، د ملي استادانو او د مؤسسې د آزموينې د کمېټې غړيو څارنه کوله. د ملي عمومي رئيس استاد مرشد صافي د دې فصل دا کانکور د ادارې نېکمرغي وگڼله، چې په هر ډول حالاتو کې د ځوان نسل د روزنې لپاره چمتووالی ښيي او د تدريس لازم امکانات برابروي. نوموړي همدا راز د راغليو کانديدانو له کورنيو مننه وکړه چې پر ملي يې باور کړی او د ده په خبره چې دا باور به برقرار ساتي. وروسته دآزموينې بهير پيل شو، چې تر پايه د روڼتيا په فضا کې مخ ته لاړه. گډونوال هم له صحنې څخه خوښ وو او طمع يې لرله چې په خپلې وړتیا به د خپلې خوښې څانگو ته بريالي کيږي. ټاکل شوې، د مني سمستر د #متفرقه_کانکور آزموينه د را روانې مياشتې (سنبلې) په 4مه نېټه ترسره شي او د دولسمو ټولگيو هغه فارغان په کې گډون کوي، چې له عمومي آزموينې څخه پاتې شوي وو، #نوم‌ليکنه به ورته سر له سبا پيليږي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;