Image

له دين سره د ځوانانو د نه‌لېوالتيا لاملونه او حل‌لارې يې؛ يو ورځنی سمينار

د ملي اکاډمۍ په تالار کې ګڼو راټولو ښځينه‌ محصلانو، استادانو او کارکوونکو ته، د ديني زده‌کړو ځوان دکتور، استاد بشير مؤحد دا علمي - څېړنيز سيمينار وړاندې کړ. نوموړي هغه لاملونه يو په يو ياد کړل، چې له امله يې ځوان کهول له دين څخه لرې او يا بې‌مينې کړي دي. هغه د خدای‌پرستۍ او د ديني شعايرو په راټينګولو، ګډونوالو ته د فردي او ټولنيزې تقوا په اړه توصيې وکړې او هم يې د خپلې علمي څېړنې راټوله منځپانګه د ګډونوالو مخې ته کېښوده. دکتور مؤحد د يو شمېر رسنيو فکري او فرهنګي يرغلونه، له دين سره د ديندارو نه‌پخلاينه، ناسم چاپېريال او ناسمه فکري روزنه هغه موارد ياد کړل، چې له امله يې له دين سره د ځوانانو لېوالتيا کمه شوې. د حل‌لارې په توګه يې کورنيو ته توصيه وکړه چې د خپلو اولادونو سالمې روزنې ته وخت بيل کړي. همدا راز يې پر علماوو غږ وکړ چې د غيرمذهبو له فکري تېريو څخه د خونديتوب په پار دې منظمې برنامې جوړي کړي او پخپله ځوانان دې د ټولنې د ستنو په توګه د دين مطالعې ته وخت بيل کړي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;