Image

د ملي او نعمان سادات د لوړو زده‌کړو مؤسسو تر منځ د همکاريو پوهاوليک لاسليک شو.

دا پوهاوليک د علمي – څېړنيزو همکاريو د پراختيا او د استادانو او محصلانو د ظرفيت‌لوړونې په موخه د دواړو لوريو د استازو له خوا، د ملي د لوړو زده‌کړو مؤسسې د کنفرانسونه په خونه کې لاسليک شو. د ملي د لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي چارو مرستيال، ډاکتر ذبيح الله حارث د پوهاوليک په تړاو وويل: ملي تل هڅه کړې، چې د علمي، څېړنيزو او فرهنګي چارو د پراختيا په پار له ټولو تحصيلي بنسټونو سره د نږدې اړيکو ورته دروازې پرانېزي. د نوموړي په خبره، له دې کاره د دوی هدف د اکاډميکو مرکزونو تر منځ د سالم رقابت رامنځته کول او د علمي همکاريو د روحيې ايجادول دي. د نعمان سادات د لوړو زده‌کړو مؤسسې علمي مرستيال ډاکتر عبدالحبيب کريمي د پوهاوليک په لاسليک خوښ و او ژمنه يې وکړه چې په پوره توان به يې د عملي کولو په برخه کې کار وکړي. ياده دې وي چې ملي د لوړو زده‌کړو مؤسسې تر دې دمخه له ګڼو اکاډميکو بنسټونو سره د ګډو همکاريو پوهاوليکونه لاسليک کړي، چې له مخې يې محصلانو او استادانو ته د علمي او څېړنيزو فعاليتونو ګڼې دريڅې پرانېستل شوي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;