د 1402 لمريز، د خزاني کانکور عمومي آزموينه ترسره شوه.
نن تر غرمې وړاندې د دولسمو ټولگيو گڼو فارغانو په داسې حال کې د کانکور په عمومي آزموينه کې برخه واخېسته، چې د موسسې پر عمومي رييس سربېره د لوړو زدهکړو وزارت استازو يې نظارت کاوه. په دې آزموينه کې داوطلبانو د معالجوي طب، ستوماتولوژۍ او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو لپاره د لارموندنې په پار خپل بخت وآزمويه. د آزموينې گډونوالو ته په وينا کې د ملي د لوړو زدهکړو موسسې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي وينا وکړه او گډونوال يې د دوی د سپېڅلي احساس لپاره وستایل. ښاغلي يعقوبي د گډونوالو او د هغوی له کورنيو هم مننه وکړه، چې پر ملي يې باور کړی او دوی به په هر صورت دا باور ساتي. نوموړي زياته کړه: ملي اوس په ټوله مانا د ټولو قومونو کور دی او له نېکهمرغه دا باور ورځ تر بلې پراخېږي. ورپسې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد او د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ټاکل شوي پلاوي غړي، پوهنمل محمد فېروز حقمل هم وينا وکړه او د پروسې پر روڼتيا يې ټينگار وکړ. آزموينه تر پايه په بشپړې روڼتيا سره مخ ته لاړه، چې گډونوال يې هم له بهيره خوښ وو. ټاکل شوې د دې آزموينې پايلې سبا تر غرمې وروسته د ملي پر فېسبوکپاڼه او وېبپاڼه خپرې شي. د يادولو ده، چې له دې آزموينې څخه پاتې پر شرايطو برابر کسان کولای شي، په متفرقه آزموينه کې برخه واخلي، چې د زمري په 27مه به ترسره شي. د طب، ستوماتولوژۍ او حقوقو او سياسي علومو مينهوال کولای شي، سر له اوسه ورته نومليکنه وکړي.





