د پاکستان سفارت چارواکو د ملي له مسوولينو او د خيبر پښتونخوا له محصلانو سره وليدل.
د پاکستان سفارت چارواکو د ملي له مسوولينو او د خيبر پښتونخوا له محصلانو سره وليدل. په کابل کې د پاکستان هېواد د مرستيال سفير اسد عباس اعوان په مشرۍ يوه لوړپوړي پلاوي د ملي د لوړو زدهکړو موسسې له مشرتابه او همداراز د خيبر پښتونخوا له محصلانو سره وليدل او د محصلانو او تحصيلي بهير په اړه يې خبرې وکړې. په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته په وينا کې د ملي د لوړو زدهکړو موسسې عمومي رئيس ډاکتر صداقت يعقوبي وينا وکړه او ياد پلاوي ته يې هرکلی وویل. ده وويل: ملي باکيفيته لوړو زدهکړو ته ژمنه ده او هدف يې دا دی چې دلته د سبا رهبران او د ټولنې طبيبان وروزي. ده زياته کړه: ”موږ خپلو محصلانو لپاره داسې تحصيلي چاپېريال رامنځته کړی، چې دوی نه يوازې نوښتګر ورزول شي، بلکې د تحصيلي دورې تر پايه پر نړيوالو معيارونو برابر علمي شخصيتونه شي. “ ښاغلي يعقوبي د پاکستان طبي شورا (PMDC) کې د ملي غړيتوب ته په اشارې وويل، چې دوی له ګڼو نړيوالو طبي سازمانونو سره ثبت دي او د PMDCټول شرايط يې هم برابر کړي دي. ده غوښتنه وکړه چې د پاکستان سفارت دې په ياده شورا کې د ملي د راجستر کېدو په برخه کې مرسته وکړي. د پاکستان سفارت مرستيال سفير اسد عباس اعوان بيا په خپلو خبرو کې ډېره خوښي وښوده، چې له خپلو همکارانو سره يوځای، د لوړو زدهکړو موسسې ته د راتلو وياړ لري. نوموړي ملي له خپل تصوره ستر تحصيلي نهاد وباله او دلته يې د سلګونه پاکستانيو محصلانو زدهکړې له باوره لرې خبره وګڼله. ښاغلي اعوان د ملي له مسوولينو مننه وکړه چې پر خپلو محصلانو سربېره يې په دومره شمېر بهرنيو محصلانو لپاره د تحصيل زمينه برابره کړې. ژمنه يې وکړه چې د PMDC له مسوولينو سره د ملي د راجستر کېدو په تړاو خبرې کوي او ډېر ژر به په دې اړه ښه زېری واوروي. نوموړي د محصلانو د ويزو پر ستونزو هم خبرې وکړې او ويې ويل چې له افغان ادارو سره د خبرو پايله کې دې نتيجې ته رسېدلي چې تر دې وروسته به پاکستانيو محصلانو ته يو کلنې ويزې ورکول کيږي او له اوسنۍ ننګونې به خلاصيږي. د غونډې په پای کې مېلمنو ته ډالۍ ووېشل شوې او تر پايه يې په افغاني دود مېلمهپالنه وشوه. ياده دې وي چې دا لومړی ځل دی، په کابل کې د پاکستان سفارت مسوولين ملي ته راځي او دلته د پاکستان هېواد اړوند محصلانو سره په يوه ناسته کې را څرګنديږي. دا هم د هېرولو نه ده، چې اوسمهال په بېلابېلو سمسترونو کې سلګونه پاکستاني محصلان په ملي کې پر زدهکړو بوخت دي او د نوموړيو دا لېوالتيا د هر سمستر په پيل کې لاپسې ډېرېږي.





